د صداقت لار

د سلو پروګرامونو دا سلسله مونږ ته د خدائ پاک د شروع نه د بنى آدم دپاره د منصوبې ښودنه کوى. دا د کتابِ مقدس د ترتيب په مطابق، د پېدايښت د قيصو نه تر نوى عهد نامې پورې د عيسىٰ مسيح د ژوند، مرګ او د بيا راژوندى کېدو پورې ټولې قيصۍ بيانوى. 100 programs series showing God has plan for mankind from the beginning. Laid out in the order of the Holy Bible, stories are retold from Genesis through to the New Testament accounts of the life, death and resurrection of Jesus Christ.

God Has Spoken

پېژندګلو: آيا تاسو د صداقت په لاره روان يئ؟ که چرې خُدائ پاک زمونږ رهنمائ نۀ کوى، نو مونږ ورک يو. مونږ به د شروع نه د پېغمبرانو د خبرو مطالعه په دې قيصو کښې کوو، او په دې کښې د خاص پېغام لټون به کوو: مونږ څنکه د خُدائ پاک وړاندې صادق جوړېدے شو. خُدائ پاک د خپل پېغمبرانو په وسيله فرمائيلې دى او مونږ له پکار دى چې د هغۀ کلام ته غوږ ونيسو.

04-11
29:54

What Is God Like?

پېدايښت د صحيفو وړومبے کتاب دے. په شروع کښې خُدائ پاک زمکه او آسمانونه پېدا کړل.خدائ پاک لوئ دے او دهغۀ هيڅ شروع نشته، او هغه نۀ بدلېدونکے دے. هغه په هر څۀ قادر دے، روح دے، د هر څۀ نه خبر دے او د هغۀ په شان هيڅوک هم نشته. يوازې خدائ پاک د خپل روح په وسيله د خپل تخليق حقيقت څرګندولے شى او خپل ځان په شخصى توګه ښکاره کولے شى.

04-11
29:54

Satan and the Angels

خُدائ پاک د دنيا او د خلقو جوړولو نه مخکښې بې شمېره فرښتې جوړې کړې، کوم چې روحونه او د خدمت کونکى دى. په ټولو کښې زورور شيطان وو، څوک چې د غرور نه ډک وو او د خُدائ پاک خلاف سرکش وګرځېدو، نو خُدائ پاک هغه د خپلې حضورئ نه وشړلو او د هغۀ نوم اِبليس شو.

04-11
27:48

How God Made the World

په شپږو ورځو کښې، خُدائ پاک د انسان دپاره د دُنيا جوړولو تيارے وکړو، وړومبے، په تيرو کښې رڼا، دويم، آسمان، دريم، سمندرونه، زمکه او سبزيانې، څلورم، نور، سپوږمۍ او ستورى. په پينځمه ورځ، خُدائ پاک کبان او مارغان جوړ کړل، او په شپږمه ورځ، هغۀ انسان او ځناور پېدا کړل. د هغۀ د کلام په حکم، هغۀ هر څۀ ښۀ جوړ کړل، ځکه چې هغه پخپله ښۀ دے.

04-11
24:07

Why God Created Man

خُدائ پاک بنى آدم په خپل صورت جوړ کړو او هغۀ له يې بدن او روح ورکړو. دا روح عقل، جذبات، او خوښه ده، چې خُدائ پاک وپېژنى، هغۀ سره مينه وکړى او د هغۀ فرمابردار شى. په يو انسان او ځناور کښې دا فرق دے چې انسان سره ابدى روح دے په کوم کښې چې د سوچ کولو، احساس لرلو او په آزاده توګه د خُدائ پاک سره د تعلق ساتلو او د هميشه دپاره هغۀ سره د مينې انتخاب کولو خوبى شته.

04-11
31:08

Adam and Eve and The Garden of Eden

وړومبے سړے او ښځه په باغ عدن کښې اچولى شوى وُو چرته چې به خُدائ پاک هغوئ سره خبرو له راتلو. هغوئ ته وئيلې شوې ووُ چې د ښۀ او د بد پوهې د ونې نه به څۀ نۀ خورئ، خو هغوئ د خدائ پاک د حکم نافرمانى وکړه، او دغه شان ګناه دنيا ته راغله. ګناه مرګ راولى، کوم چې د خدائ پاک او د انسان ژوند تر مينځه بيلتون راولى.

04-11
30:24

How Sin Entered the World

اِبليس د مار په شکل کښې باغ عدن کښې راښکاره شو او آدم او حوا يې د فريب او دروغو په ذريعه وآزمايل چې د خُدائ پاک نافرمانى وکړى. د دې عمل په وجه، ګناه او مرګ دنيا ته راغلل. د ټولو خلقو د ګناه په وجه هغوئ د خدائ پاک په نظر کښې راپرېوتې دى او د دې ګناه په وجه په ټولو مرګ راغے.

04-11
30:30

What Adam’s Sin Produced

کله چې آدم او حوا د خُدائ پاک خلاف ګناه وکړه، هغوئ خپل شرم او ګناه د پټولو کوشيش وکړو، اول د اينځر په پاڼو او بيا د خُدائ پاک د حضورئ د يرې پټ شو. آدم خبر وو چې خُدائ پاک به خامخا بد کار سزا ورکوى. آدم په حوا باندې الزام ولګولو؛ او حوا په مار باندې. هغوئ له د هغوئ د ګناه سزا ورکړے شوه، او د خُدائ پاک نه جدا شول او د باغ نه وويستلے شول.

04-11
30:39

The Wonderful Promise

خُدائ پاک د اِبليس فېصله وکړه، او ورته يې وفرمائيل چې د ښځې تخم به د هغۀ سر چخڼى کوى. په کومه ورځ چې بنى آدم ګناه وکړه، خُدائ پاک نجات د ورکولو منصوبې علان وکړو. خُدائ پاک مقدس او صادق دے او هغه خامخا د کناه سزا ورکوى، خو هغه رحم کونکے هم دے او ګناهګارانو له معافى هم ورکوى.

04-11
30:30

Cain and Abel: The Way of Sacrifice

خُدائ پاک د وينى د قربانۍ په وسيله آدم او حوا خپل ځان طرف ته د راوستو يوه لار جوړه کړه. يوازې د مرګ په سبب د ګناه قيمت ادا کېدے شى؛ د ګناهګار په بدل کښې د بې ګناه قربانى. هابيل خُدائ پاک ته د قائِن نه ښۀ قربانى پېش کړه. د ځناور قربانى ګناه نۀ شى ختمولے، خو هغوئ د راتلونکى خلاصون ورکونکى طرف ته اشاره کوى.

04-11
30:33

Unrepentant Cain

قائِن ډېر غصه وو کله چې خُدائ پاک د هغۀ قربانى رد کړه. خُدائ پاک قائِن له د توبې کولو خبردارے ورکړو خو هغۀ بيا هم ګناه وکړه او خپل ورور يې ووژلو، د څۀ په وجه چې هغه لعنتى شو. قائِن په خُدائ پاک باور ونکړو، د هغۀ فرمانبردارى يې ونکړه، او د خُدائ پاک نه لرې شو.

04-11
27:32

The Prophet Enoch

د قائِن اولاد لمک وو، د چا چې دوا ښځې وې او هغه يو قاتل وو، او په دې به يې فخر کولو چې هغه د قائِن نه هم بدتر دے. د هابيل په کور کښې شيث پېدا شو او وروستو ورپسې حنوک پېدا شو، څوک چې خُدائ سره روان وو. هغۀ د دې پېشن ګوئ کړې وه چې مالک به راځى او د ټولو خلقو عدالت به کوى. حنوک خُدائ پاک خوشحاله کړو او خُدائ پاک هغه آسمان ته پورته کړو.

04-11
29:05

The Prophet Noah: God’s Patience and Wrath

د حضرت نوح په وخت کښې، خُدائ پاک په دې ليدو ډېر خفه شو چې بنى آدم څومره بد شوے دے نو هغۀ وفرمائيل چې هغه به دا هر څۀ د زمکې د مخ نه ختم کړى. د بنى آدم ګناه د خدائ پاک صبر ختم کړو او هغه يې غصې او عدالت کولو ته مجبوره کړو. خُدائ پاک حضرت نوح ته وفرمائيل چې يوه لويه کشتۍ جوړه کړه ځکه چې هغه به په ټوله زمکه سېلاب راولى، خو حضرت نوح به بچ کړے شى.

04-11
32:27

Noah and the Great Flood

حضرت نوح يوه کشتۍ جوړه کړه او خلق يې خبرداره کړل چې توبه ګار شى، خو د هغۀ د خاندان نه صرف اتۀ کسان هغې ته دننه شول، او مالِک د هغې دروازه بنده کړه. باران راغې او سېلابونه شروع شول او په زمکه هر څيز هلاک شول. خُدائ پاک په تاريخ کښې د ټول بنى آدم دپاره يوې بلې د قيامت د ورځې منصوبه هم جوړه کړې ده.په کشتئ کښې صرف يوه دروازه، د خلاصون يوه دروازه.

04-11
28:26

Noah and the Faithfulness of God

د ايمان په سبب حضرت نوح کشتۍ جوړه کړه او بنى آدم د مکمل تباهئ نه بچ شو کله چې په ټوله زمکه سېلاب راغې. د کشتۍ نه وتو په وخت کښې، حضرت نوح د څۀ ځناورو قربانى ورکړه، او خُدائ پاک هغۀ سره او ټول مخلوق سره دا لوظ وکړو چې هغه به بيا هيڅ کله هم په سېلاب هر ژوندے څيز نۀ تباه کوى. خُدائ پاک د خپلې وعدې وفادار دے او په خپل لوظ قائم وى.

04-11
24:19

The Tower of Babel

د حضرت نوح زامن حام، شيم، او يافت په زمکه د ټولو خلقو پلار نيکيان شول. د حام اولاد، نمرود، د بابل ښار جوړ کړو. ټولو خلقو به يوه ژبه وئيله او هغوئ د خپل نوم جوړولو دپاره په زمکه د يو لوئ برج جوړولو فيصله وکړه، خو مالک راکوز شو او د هغوئ ژبې يې بدلې کړې او دوئ يې خوارۀ وارۀ کړل.

04-11
30:50

Review of “The Beginning”

خُدائ پاک زمکه او آسمانونه پېدا کړل، او په دې کښې يې ټول روحانى او جسمانى مخلوق پېدا کړل، چې پکښې انسان هم شامل دے، چا چې د خُدائ پاک نافرمانى وکړله او د باغ نه وويستلے شو. بيا قائِن او هابيل، او شيث، نوح او سېلاب، نمرود، بابل، او برج راغلل.

04-11
28:59

Why God Called Abraham

خُدائ پاک حضرت ابرام ته ځان څرګند کړو، او ورته يې وفرمائيل چې هغه دې خپل ملک پرېږدى او دا وعده يې ورسره وکړه چې خُدائ پاک به هغه يو لوئ قوم جوړ کړى. حضرت ابرام د ايمان پلار وبللے شو د چا د نسل نه به چې پېغمبران او د دنيا خلاصونکے راځى. ابرام د خُدائ پاک په وعدې باور وو چې هغه به ورله بې شمېره اولاد ورکوى.

04-11
34:25

Abraham, God’s Friend

حضرت ابراهيم او ساره د کنعان هغه ځائ ته لاړل د کوم چې خُدائ پاک هغوئ سره وعده کړې وه. ځکه چې هغۀ او د هغۀ ورارۀ لوط سره ډېر مال وو، او هغوئ د دې د تقسيمولو فيصله وکړه. لوط د اُردن هوار مېدان خوښ کړو، خو خُدائ پاک حضرت ابراهيم سره د هميشه دپاره د ټول ملک وعده وکړله. حضرت ابراهيم د خدائ رضا غوره کړه کوم چې د هغۀ ايمان څرګندوى.

04-11
29:05

Abraham and Ishmael

حضرت ابرام د ساره وينځه حاجره د خپلې خځې په توګه واخيسته د چا نه چې اسماعيل پېدا شو. د دواړو ښځو تر مينځه د جګړو په وجه حاجره وتښتېده، خو خُدائ پاک هغه واپس ولېږله، او دا وعده يې ورسره وکړه چې هغه به د هغې زوئ اسماعيل يو لوئ قوم جوړ کړى. وروستو، خُدائ پاک خپل عهد پوره کړو او د حضرت ابراهيم او د ساره نومونه يې بدل کړل او د ډېرو پلار او مور نومونه يې پرې کېښودل. د هغوئ زوئ اسحاق د عهد زوئ وو.

04-11
29:14

Recommend Channels