نوے اُميد

د پروګرامونو يو داسې سلسله چې پکښې وړومبنى پينځلس منټونه د ژوند د کارونو، لکه د صحت په حقله تعليم، د ماشومانو د خيال ساتلو په حقله او نور دغه شان څيزونو په حقله خبرې شوى دى. او وړاندې پينځلس منټ ”د روح په حقله تعليم"، په کوم کښې چې مونږ د کتابِ مقدس نه د ښځو د اُميد په حقله تاسو سره شريک کړې دى. "Women of Hope" is a magazine style discussion program where the first 15 minutes focuses on teaching life skills, including health matters, how to properly care for children and practical skills such as tailoring, etc. The second 15 minutes is called 'A lesson for the soul', where we present hope to women from the Holy Bible.

Nutrition – Proverbs – What Comes Out of Your Mouth

کوم څيز ډير زيات اثر غورځوى؟ کوم چې زمونږ خُلې ته دننه ځى او که نه څۀ چې ترې راوځى؟ په دې پروګرام کښې په تاسو د دې په حقله خبرې اترې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د صحت مند خوراک په باره کښې يو څو خبرې اورئ.

06-25
19:28

Quarrelsome Wife – Nagging

په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې جګړمارې ښځې په باره کښې خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د متلونو د کتاب نه متلونه اورئ. په دې پروګرام کښې به يوه ښځه تاسو ته د خپلې ملګرې په باره کښې قيصه کوى.

06-24
30:30

Wise decisions – Proverbs introduction

آيا تاسو ته فيصله کول ګران وى؟ خاص طور باندې هغه وخت کله چې تاسو له سمدستى يوه فيصله کول وى. د سمدستى فيصلې يا په هغه وخت باندې د فيصلې کولو مطلب دے چې مونږ د خپل تربيت او د تېر شوى وخت تجربو په مطابق فيصله وکړو.

06-24
30:30

Mediation – Jesus is our Mediator

په دې پروګرام کښې به تاسو د مينځګړى په حقله خبرې اترې اورئ چې يو مينځګړے څنګه خپل کردار ادا کولے شى او د دو کسانو تر مينځه صُلح راوستے شى. او د دې نه علاوه به تاسو د دې په باره کښې هم زده کړه کوئ چې عيسىٰ مسيح زمونږ مينځګړے دے.

06-24
30:30

Vegetables – Jacob & Esau

په دې پروګرام کښې به تاسو د سبزيانو په باره کښې او د کتابِ مقدس نه د حضرت يعقوب او عيسو قيصه هم اورئ. په تاسو کښې به هر يو کس خپلو بچو ته د سبزى خوړلو د پاره وئيلى وى ځکه چې دا زمونږ د صحت د پاره ډېر خاص دى.

06-24
30:30

Difficulties When Husband is not at Home – Jesus went away

لږ سوچ وکړئ، که تاسو ته معلومه شى چې تاسو سره صرف يوه موقع ده چې په آخرى ځل باندې يو خپل سره خبرې وکړئ، نو تاسو به ورته څۀ وايئ؟ آيا دا به ورته وايئ چې تاسو ورسره ډېره زياته مينه کوئ؟ يا تاسو به ورته څۀ نصيحت کوئ؟ تاسو چې هر څۀ ورته وايئ، نو دا به ډېر مهم وى.

06-23
30:30

Sleep – Psalm 23

ډېر خلق داسې وى چې هغوئ وودۀ کېدے نۀ شى او ټوله شپه به ويخ وى او مختلف آوازونه به يې تر غوږونو راځى او يا به د تيرې شوې ورځې په حقله سوچونه کوى. په دې پروګرام کښې به تاسو د خوب په باره کښې خبرې اورئ او اُميد لرو چې تاسو به ترينه ښۀ معلومات حاصل کړئ.

06-23
30:30

Childlessness – Hannah’s Story

په دې پروګرام کښې به تاسو د کتابِ مقدس نه د يوې ښځې قيصه اورئ د چا چې هيڅ اولاد نۀ وو او هغه ډېره خفه وه. دا قيصه د مايوسئ، خفګان، کينې او حسد په حقله ده.

06-23
30:30

Leadership – Jesus as Leader

آيا مشر يو صدر يا جرنيل دے؟ په دې پروګرام کښې تاسو سره د مشرانو په حقله خبرې شوى دى. تاسو به د دې په حقله خبرې اورئ چې يو کس څنګه ښۀ مشر جوړېدلے شى.

06-22
30:31

Chronic Pain – Temptation of Jesus

کېدے شى چې تاسو هم تر ډېرې مودې درد او ناجوړتيا تېرا کړې وى، که چرې داسې وى نو تاسو يواځې نۀ يئ بلکې نور هم ډېر خلق د داسې حالاتو نه تېر شوې دى او اوس هم تيريږى. ډېر خلق داسې شته چې هغوئ د جسمانى مسئلو په وجه په تکليف کښې دى. په دې پروګرام کښې به تاسو د درد په باره کښې او د دې د علاج په باره کښې ښې مشورې اورئ.

06-22
30:30

Reading – Jesus a Good story teller

مونږ څنګه خپلو ماشومانو ته ليکل او لوستل ښودلے شو؟ په دې پروګرام کښې به تاسو ماشومانو ته د ليکلو او لوستلو په حقله او د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ قيصه کوونکى په طور خبرې اترې اورئ.

06-22
30:30

Headaches – Suffering

زمونږ په ژوند کښې خامخا په مونږ ټولو باندې به يقيناً چې د سر درد راغلے وى. کله کله د سر درد وجه د دماغو رسولئ يا د فالج اټيک هم کېدے شى. تاسو د سر درد د پاره څۀ کولے شئ؟

06-22
30:30

Family Loyalty – Story – Ruth and Naomi

د روت او نومى قيصه اورئ. دا يوه ډېره پخوانئ قيصه ده چې د دوو ښځو په باره کښې ده او دا قيصه د مينې په باره کښې او د قيمتى او خاص څيزونو بائيللو په باره کښې ده. په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ د وفادارئ په باره کښې خبرې اورئ.

06-21
30:29

Dental Hygiene – Effects of Sin

په دې پروګرام کښې به تاسو د غاښونو په حقله خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د ګناه د اثر په باره کښې هم خبرې اورئ. خپل غاښونه په ښۀ طريقې سره د صفا کولو اهميت. په دې پروګرام کښې به تاسو د يو ډاکټر نه د غاښونو د خيال ساتلو په حقله ښې ښې مشورې واورئ.

06-21
30:30

Sowing and Reaping – Jacob & Joseph

په دې پروګرام کښې به تاسو د ډېر خاص موضوع په باره کښې خبرې اترې اورئ او تاسو به دا متل ضرور اورېدلے وى چې څۀ کرې هغه به رېبې. دې نه علاوه به تاسو د حضرت يعقوب او يوسف په باره کښې هم خبرې اورئ.

06-21
30:30

Family Influence – Jesus, a Real Person

په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ په حقله خبرې اورئ او دا به معلومه کړئ چې په مونږ باندې د دې څۀ اثر وى. کېدے شى دې سره مونږ ته خپل ځان ښۀ طريقې سره پېژندلو کښې مرسته ملاو شى او مونږ هم د خپلې کورنۍ په ميراث کښې يوه ښۀ حصه خپل راتلونکى نسل ته پرېږدو.

06-20
30:31

Brokenness – God can Heal our Brokenness

په دې پروګرام کښې يوه ښځه د خپل زوئ د مات شوى جهاز قيصه کوى او دا ښودنه هم کوى چې اکثر زمونږ په خپل ژوند کښې هم تعلق خراب شوے يا مات شوے وى. آيا داسې څۀ لار شته چې مونږ پرې دا خپلې ماتې شوې رشتې يا تعلق واپس سم کړو او که نه مونږ به داسې درد او تکليف سره ژوند تېروو؟

06-20
30:30

Tuberculosis – Entering the land

په دې پروګرام کښې به تاسو د ټى بى په حقله زده کړه کوئ او د يو ډاکټر نه به د دې په باره کښې د هغۀ د علم او تجربې په مطابق معلومات حاصلوئ. ټى بى د څۀ په وجه راځى او د دې څۀ علامات دى؟

06-20
30:30

Addictions 2 – Finding Jesus

په تېر شوى پروګرام کښې تاسو د يوې ښځې په باره کښې يوه قيصه اورېدلې وه چې شراب به يې څښل او دا د هغې يو عادت جوړ شوے وو. نو په دې پروګرام کښې به تاسو د هغې ښځې په باره کښې نورې خبرې هم واورئ چې د هغې دپاره کوم قدم اخستل ضرورى وُو.

06-20
30:30

Addictions 1 – Freedom in Jesus

په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې قيصه اورئ چې شراب به يې څښل او دا د هغې د ژوند يوه عامه حصه جوړه شوې وه. کوم څيز چې مونږ ډېر زيات غواړو، د دې په باوجود که هغه مونږ له يا زمونږ کورنئ له نقصان هم راکوى نو مونږ د هغې عادى جوړيږو.

06-19
30:30

Recommend Channels