Discoverنوے اُميد
نوے اُميد
Claim Ownership

نوے اُميد

Author: Pashto Radio

Subscribed: 2Played: 43
Share

Description

د پروګرامونو يو داسې سلسله چې پکښې وړومبنى پينځلس منټونه د ژوند د کارونو، لکه د صحت په حقله تعليم، د ماشومانو د خيال ساتلو په حقله او نور دغه شان څيزونو په حقله خبرې شوى دى. او وړاندې پينځلس منټ ”د روح په حقله تعليم"، په کوم کښې چې مونږ د کتابِ مقدس نه د ښځو د اُميد په حقله تاسو سره شريک کړې دى.

"Women of Hope" is a magazine style discussion program where the first 15 minutes focuses on teaching life skills, including health matters, how to properly care for children and practical skills such as tailoring, etc. The second 15 minutes is called 'A lesson for the soul', where we present hope to women from the Holy Bible.
216 Episodes
Reverse
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې په حقله اورئ چې مليريا ئې وى. تاسو به دا زده کوئ چې د مليريا علامتونه او نښې څۀ څۀ وى، څنګه د دې علاج کولے شئ او څنګه خپل ځان د دې نه بچ ساتلے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د عيسىٰ مسيح يو مثال هم اورئ چې د لوئې مېلمستيا په حقله دے. په دې کښې به تاسو دا زده کوئ چې د خدائ پاک بلنه د ټولو خلقو د پاره وى خو ځينې نۀ غواړى چې دا بلنه قبوله کړى. نو زما ملګرو خدائ پاک تاسو له خپلې بادشاهۍ ته بلنه درکول غواړى، نو په دې کښې شاملېدو د پاره بهانې مۀ جوړوئ بلکه په عيسىٰ مسيح يقين او ايمان وساتئ او د خدائ پاک دا بلنه قبوله کړئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به خپل فصل او سبزيانې د چينجو نه بچ ساتئ. او تاسو به دا هم اورئ چې د خدائ پاک کلام زمونږ حفاظت کوى. او خدائ پاک څنګه مونږ د خپل خدمت او د ذيرى خورولو د پاره غوره کوى. تاسو به دا هم زده کوئ چې کله مونږ په خدائ پاک يقين ساتو او د هغۀ تابعدارى کوو نو هغه زمونږ ضرورتونه پوره کوى او حفاظت مو کوى.
خلق اکثر معذوره خلق دومره څۀ کښې نۀ شاملوى. او نۀ دومره اهميت ورکوى. خو په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې تاسو هغوئ څنګه هر څۀ کښې خپل ځان سره شاملولے شئ. د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح يو ړوند سړى له شفا ورکوى او د خدائ پاک رحم او قدرت ورته ښائى. هغه خلقو ته دا هم وائى چې معذورى د ګناه په وجه نۀ راځى. په دې پروګرام کښې به تاسو خاص خبره دا زده کوئ چې مونږ د خدائ پاک په نظر کښې خاص يو او هغه زمونږ د پاره يو خاص مقصد لرى.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به نمر ته مېوې وچوئ او هغه به استعمالوئ. د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې د خدائ پاک روح په ښۀ ژوند تېرولو کښې زمونږ مدد کوى. او روح القدس زمونږ ژوند او روح بدلوى.
زما ملګرو په دې پروګرام کښې به تاسو د مېلمستيا په حقله اورئ. او دا به زده کوئ چې څنګه ښۀ طرېقې سره مېلمستيا کولے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د مرتا او مريم قيصه هم اورئ چې څنګه ئې د عيسىٰ مسيح مېلمستيا کړې وه. او خدائ پاک مونږ ټولو له بلنه راکوى چې د هغۀ په کورنۍ کښې شامل شو او د تل د پاره هغۀ سره يو.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه به خلقو سره ملګرتيا جوړوئ. او تاسو به د هغه ماشومانو په حقله هم اورئ چا ته چې خبرې کول او خلقو سره ملګرتيا جوړول ګران وى. تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح دې دنيا ته راغلو، په سولۍ شو او د مړو نه بيا راژوندے شو. تاسو به دا هم اورئ چې خدائ پاک سره څنګه خپل تعلق مضبوطولے شئ او هغۀ ته نزدې کېدے شئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې کۀ د چا په وجود سره لمبه راوځى نو څنګه ئې علاج کولے شى او د دې علامات څۀ څۀ دى. د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې پطروس او يوحنا يو شل سړى له شفا ورکړى او هغوئ د انسانانو په ځائ د خدائ پاک تابعدارى کول غوره کړى.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې خلق څنګه زمونږ نه نفرت کوى او مونږ رد کوى. خو مونږ د خدائ پاک په نظر کښې ډېر خاص يو. هغه مونږ نۀ رد کوى بلکه مونږ له اهميت راکوى او ښۀ په مينه مو قبلوى. ځکه چې زمونږ حقيقى اهميت د خدائ پاک په مينه او قبوليت کښې دے.
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې اورئ چې څنګه به خپلو پېسو خرچ کولو د پاره او د هغې صحيح استعمال د پاره منصوبه جوړوئ. څنګه به خپلې پېسې هوښيارتيا سره خرچ کوئ. او د دې نه علاوه تاسو به دا هم اورئ چې تاسو له په خدائ پاک باندې يقين ساتل پکار دى، تاسو له محنت کول پکار دى، خوشحاله او د سخاوت ژوند تېرول پکار دى. تاسو به دا هم اورئ چې د کتاب مقدس په مطابق پېسو د پاره زمونږ رويه څنګه پکار ده.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه په خپل ژوند کښې ښۀ بدلون راوستلے شئ او خراب عادتونه پرېښودلے شئ. د دې نه علاوه تاسو به د يوې ښځې او د هغې خاوند رښتينې قيصه هم اورئ چا ته چې د زړۀ تکليف وو. تاسو به دا زده کړئ چې خدائ پاک په زمونږ په ګرانو حالاتو کښې هم خپله وفادارى ښائى او زمونږ مدد کوى.
په دې پروګرام کښې به تاسو د کوڼوالى په حقله اورئ. چې يو ماشوم ته څنګه په ماشوموالى کښې دا مسئله راپېښېدلے شى. او تاسو څنګه دا پېژندلے شئ چې ماشوم صحيح طرېقې سره اورى او کنه. او د دې نه علاوه تاسو به د حضرت يونس او د يو غټ کب قيصه هم اورئ. ياد ساتئ چې خدائ پاک مونږ سره خبرې کوى نو پکار دى چې د هغۀ آواز واورو.
زما ملګرو په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې د مشرانو په وجه څنګه زمونږ کورنۍ او ټولې معاشرې ته برکت ملاويږى. د دې نه علاوه تاسو به د شمعون او حناه په حقله هم اورئ چې ذکر ئې په کتاب مقدس کښې شوے دے. هغوئ ډېر پرهېزګار وو او هر وخت به ئې دعا کوله، او دې ته تيار وو چې په سلامتۍ سره دې دنيا نه رخصت شى.
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې څنګه خپلو وړو ماشومانو له مالش کولے شئ، په په کور کښې مشرانو او نورو خلقو له مالش او زور کولے شئ. تاسو به دا هم اورئ چې عيسىٰ مسيح يو جذامى، ماشومانو او هغه ښځې له لاس وروړى چې خراب ژوند ئې تېر کړے وو. تاسو به اورئ چې عيسىٰ مسيح ټولو سره مينه کوى، هغوئ قبلوى، معافى ورکوى او خلقو له اُميد ورکوى.
تشريح: په دې پروګرام کښې به تاسو د سينې د درد په حقله خبرې اورئ. تاسو به دا هم اورئ چې مونږ څۀ کوو نو دا زمونږ په صحت اثر غورزوى. د دې نه علاوه تاسو به اورئ چې زمونږ غلط کارونه زمونږ په روحانى ژوند اثر غورزوى. خدائ پاک مونږ معاف کوى خو کېدے شى چې د غلطو کارونو نتيجه بيا هم موجوده وى. خدائ پاک مونږ معاف کوى او هغه زمونږ ګناهونه هېروى.
په دې پروګرام کښې به تاسو د يو هلک د تربيت په حقله خبرې اورئ. تاسو به څنګه د خپل نيازبين يک يو زوئ تربيت کوئ او څنګه به خپل ځان او د خپلې کورنۍ په بيمارئ کښې خيال ساتئ. د دې نه علاوه به تاسو د کتاب مقدس نه د بى‌بى ساره قيصه هم اورئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو د دې په حقله خبرې اورئ چې څنګه به د نورو خلقو خيال ساتئ، که هغه معذوره وى او که روغ خو تاسو به څنګه د هغوئ خيال ساتونکى جوړيږئ. او د دې نه علاوه به تاسو د دې په حقله هم خبرې اورئ چې خدائ پاک مونږ هر يو کس ډېر خاص پېدا کړى يو.
په دې پروګرام کښې به تاسو د ګردې د کاڼى او د اوبو څښلو د اهميت په حقله اورئ. او د دې نه علاوه تاسو به د کتاب مقدس نه د يو بې انصافه قاضى واقعه هم اورئ. کومه چې د لوقا په اتلسم باب کښې ده. د دې پروګرام مقصد دا دے چې خدائ پاک زمونږ دعا اورى، زمونږ ضرورتونه پوره کوى او مونږ د بې انصافۍ نه ساتل غواړى
The Christmas Story

The Christmas Story

2025-11-2545:00

په دې پروګرام کښې مونږ تاسو سره د يوې خاص موقعې په حقله خبرې کوو. دا خاص موقعه د کرسمس په حقله ده. تاسو به اورئ چې کرسمس ولې يوه خاص او د خوشحالۍ موقعه ده. په دغه ورځ څۀ خاص شوى وو چې اوس په کښې مونږ خوشحالى کوو؟ دا د چا د پېدايښت موقعه ده؟ په دغه ورځ داسې خاص څوک پېدا شوى وو؟
په دې پروګرام کښې به تاسو اورئ چې کله د چا خپه واوړى نو څۀ کول پکار دى. دا ضرورى ده چې هغه خپه اوچته ونيسى، واوره پرې کيږدى، آرام وکړى او پټۍ ترې تاؤ کړى. د دې نه علاوه تاسو به د نعومى قيصه هم اورئ چې هغې څنګه د خدائ پاک مينه وپېژندله او ايمان ئې راوړو. د ټولو نه خاص خبره دا ده چې تاسو هر څنګه يئ خو خدائ پاک درسره مينه کوى او ستاسو ژوند د پاره خاص منصوبه لرى.
loading
Comments