Discover
د یوې ښځې ژړا
د یوې ښځې ژړا
Author: Pashto Radio
Subscribed: 20Played: 281Subscribe
Share
© Pashto Radio - All Rights Reserved.
Description
په هر يو قسط کښې مونږ تاسو سره د مقامى کورنۍ يوه قيصه شريکوو. مونږ د خپلو عقيدو او رواجونو په حقله خبرې کوو. مونږ د هغه ستونزو په حقله خبرې کوو د کوم چې پوښتنې کورنۍ روزانه مخنيوے کوى. د دې نه علاوه مونږ د خُدائ پاک د کلام څخه د دې ستونزو د حل په حقله تاسو سره قيصۍ شريکوو. تاسو به زړه پورې ښکلې سندرې او شاعرى هم واورئ. په آخر کښې مونږ د مسيحى عالمى نظريې نه تاسو ته يو حل وړاندې کوو.
In each episode we share the story of a local family. We talk about our customs and beliefs. We tackle problems and issues that Pashto families are faced with on a daily basis. We also share a story from the Word of God and see how the problems are dealt with in the Bible. You will also be able to hear beautiful songs and nice pieces of poetry. At the conclusion we offer a solution from a Christian worldview. We hope you will enjoy these programs and make use of them.
In each episode we share the story of a local family. We talk about our customs and beliefs. We tackle problems and issues that Pashto families are faced with on a daily basis. We also share a story from the Word of God and see how the problems are dealt with in the Bible. You will also be able to hear beautiful songs and nice pieces of poetry. At the conclusion we offer a solution from a Christian worldview. We hope you will enjoy these programs and make use of them.
38 Episodes
Reverse
دوه خوېندې له دې امله چې هیڅوک ورسره په خپلو وعدو باندې وفا نه کوى پرېشانه دى او د بې وسۍ احساس کوى. د پروګرامونو په دې سلسله کښې مونږ د کتابِ مقدس په زَړه عهدنامه کښې وورېدل چې خُدائ پاک د يو وعده شوى کس په اړه خبره کوى. دا آخرى قيصه د مسیح په حقله پېشګویانې بیانوى: کله چې هغه راتلو، نو هغه څه ډول شخص وو او څه کار یې کاوه.
کله چې بې حوصله شئ، نو خدائ پاک ته وګورئ.
زړه لوظنامه مونږ ته د هغه وعده شوى په حقله خبرې کوى.
د مسیح په حقله ډېرې پېشګویانې شوى دى.
يوه ښکلې قيصه چې پکښې د يوې بدرنګې ښځې وادۀ د يو ړوند سړى سره شوے وى او د هغوئ يو بل سره ډېره مينه وى. د دې پروګرامونو د سلسلو خلاصه: په ټول کتابِ مقدس کښې د پېدایښت، پلرونو، موسىٰ، قاضیان، بادشاهانو او پېغمبرانو له وخته د انسان ګناه ډېره زیاته وه. زمونږ د ګناه باوجود خدائ پاک مونږ سره مينه کوى او مونږ ته د بخښنې لاره برابروى.
خدائ پاک زړه ته ګورى، ظاهر ته نه.
د ګناه مبازله پکار ده.
خدائ پاک د بخښنې دپاره لاره برابروى.
یوې ښځې ته خپل د مېړۀ د اېکسيډنټ خبر ملاو شى. الیاس د ایزابل نه وتښتېدو او د خدائ پاک په حکم کارغان ورته خوراک ورکوى او د چينې نه اوبۀ څښى. هغه زرفت ته ځى او هلته د یوې کونډې څخه سوال کوى چې د خپل پاتې شوى خوراک نه ورته څۀ خوراک تیار کړى. خدائ پاک هغه خوراک ډېر کړو او کله چې د هغې زوئ مړ شو نو الياس هغه بيا راژوندے کى.
خدائ پاک په سخته کښې مرسته کوى.
کله کله مرسته په عجیبه لارو او طریقو باندې رسیږي.
خدائ پاک د معجزو خدائ پاک دے.
دوه ښځې ځان ته د مېړۀ د پام راګرځولو دپاره بحث او جګړه کوى. په کتابِ مقدس کښې د سلېمان بادشاه د ډېرو ښځو قيصه چې د دې سبب شوې چې هغه د خدائ خلاف ګناه وکړى. د حضرت سلېمان نه پس بادشاهى تقسيم شوه او د بنى اِسرائيلو بادشاه احاب ايزابل سره وادۀ وکړو، چا چې به د معبدانو عبادت کولو او د خُدائ پاک له خوا د هغوئ قضاوت وشو. د هغې لور عتلیا هم یوه بدکاره ښځه وه او مخکښې له دې چې هغه په خپله هم ووژل شى، هغې ټوله شاهى کورنۍ ووژله.
شخړه د جګړې سبب جوړيږى.
جګړه بدى رامنځته کوى.
د بدۍ به قضاوت کيږى.
دوه خوېندې چې يوه ښکلې او مغروره وه او بله ساده او عاجزه وه، د دوى سره ملاوېدو دپاره د هغوئ د ترور د زوئ کورنۍ ملاوېدو له راغلل. هلک دا غوره وګڼله چې د هغې عاجزې جينۍ سره وادۀ وکړى. خدائ پاک هم زړۀ ته ګورى، نه چې ظاهرى شکل ته. ساؤل بادشاه د خدائ پاک نافرمانى وکړه، نو خدائ پاک سموئیل د یسى کور ته ولېږلو چې د ټولو ځوان داؤد د نوى بادشاه په توګه غوره کړى. او آخر، حضرت داؤد یو ډېر لوئ بادشاه جوړ شو.
زړۀ د ظاهرى شکل نه ډېر مهم دے.
تابعدارى د قربانۍ نه ښۀ ده.
عاجزى د غرور نه ښۀ ده.
یوه امیدواره ښځه د خپل ماشوم په اړه فکر کوى او د هغې يوه ملګرې ورله زيارت ته د تللو او نور داسې بې لارې څيزونو مشوره ورکوى. د خدائ پاک په کلام کښې حنا د زوئ دپاره دعا وغوښته او د هغۀ يې خدائ ته د وقف کولو وعده وکړه. سموئیل د خدائ پاک یو لوئ پېغمبر جوړ شو.
اميدوارې ښځې له په خُدائ پاک باور کول پکار دى.
حنا خپل زوئ سموئیل خدائ پاک ته وقف کړو.
خدائ پاک سموئیل له برکت ورکړو.
يوه نا اُميده کونډه ښځه د کتابِ مقدس یوه قيصه اورى چې ترور یې ورته د دوه نورو کونډو ښځو یعنې نعومي او روت په حقله وویله. روت خپل قوم او وطن پرېښودل او راغله چې په بیت لحم کښې د نعومى په خدائ پاک باندې باور او توکل وکړى. د فصل پټى کښې هغه بوعز سره ملاو شوه او ورته يې ووئيل چې د هغې محافظ جوړ شى. لکه د راحب، روت د بنى اسرائیلو یوه مور او د مسیح نيکۀ ګنۍ شوه.
د کونډو دپاره هیله.
کله چې مونږ په خدائ پاک باندې باور کوو نو هغه زمونږ لارښودنه کوى.
ژمنه د رشتې يوه چابى ده.
د ډېرې کينې په وجه يوه جنۍ د خپلې خور مخ وسوځوى. د موسىٰ خور مریم د هغۀ خلاف خبرې وکړې او خدائ پاک هغه د جذام په ناروغۍ باندې اخته کړه. موسىٰ دعا وکړه او خدائ پاک مریم ته شفا ورکړه، خو هغه یې د اوو ورځو دپاره د کېمپ نه وشړله. زمونږ ګناهونه په نورو باندې اثر کوى او مونږ دې توبه وباسو او زر تر زره د خپلو ګناهونو اقرار وکړو.
کینه ظالم او بې رحمه شے دے.
ګناه د درد او رنځ سبب جوړیږى.
توبه او اقرار کول د بخښنې یوه لاره ده.
یوه ښځه خبر شى چې د هغې کېنسر دے او په دې سوچ کښې شى چې د مرګ نه وروسته به څۀ کيږى. موسىٰ کنغان ته جاسوسان ولېږل، خو ډیرو بد خبر ورکړو، که څه هم خدائ پاک بنى اِسرائيلو ته د دې خاورې د ورکولو وعده کړې وه. خلق ویرېدلی وُو او د خدائ پاک د امر د منلو او زمکې د اخستلو نه یې انکار وکړو. خدائ پاک هغوئ ته څلوېښت کاله خوراک ورکړو، خو هغوئ یې پرېښودل چې په سحرا کښې مړۀ شى.
ژوند نازک دے.
تاسو به د چا په خبر باندې باور وکړئ؟
خدائ پاک د ګناه سزا ورکوى.
دوه جينکۍ د ځناورو د قربانۍ په حقله خبرې کولې چې د خدائ پاک رضا او مهربانى ترلاسه کړى. په هغوئ کښې یوې ووئیل چې د ټولو دپاره يوه قربانى شته. خدائ پاک موسىٰ ته د عبادت د ځائ او د شاوخوا دېوال چې دننه پکښې د قربانۍ ځائ او د یوې خېمې د جوړولو دپاره چې دوه کوټې پکښې وې، لارښوونې وکړې او تفصیلى پلانونه ورکړل. په دې خېمه کښې هارون او د هغۀ زامن اولنى کاهِنان وُو.
حقیقى عبادت مونږ د خدائ پاک ستاینې ته وررسوي.
د خېمې منصوبه او مقصد.
خدائ پاک د خپلو خلقو دپاره د عبادت ځائ غوښتو.
یو البینو ماشومه د خپل ورور د عمل په وجه د مرګ نه بچ شوه چا چې د هغۀ مور او پلار د ښۀ کار کولو دپاره متاثر کړى وُو. خدائ پاک د موسىٰ سره خبرې وکړې او هغۀ ته یې لس حکمونه ورکړل. نور ډېرې قاعدې او قوانين هم وُو، خو دا لس حکمونه د خدائ پاک خاص او پاک شريعت دی.
مونږ دې په هوښیارتيا سره انتخاب وکړو.
خدائ پاک د موسىٰ سره خبرې وکړې.
لس حکمونه د خدائ پاک خاص حکمونه دی.
یوه غریبه کونډه د ناامیدۍ څخه غلا کوى. د خدائ وعدې او رزق ورکول د ابراهیم څخه تر موسی پورې بیا بیا وئیل شوى دى. بنى اِسرائيليان سحرا ته راغلل او خدائ د هغوئ دپاره هره ورځ د من باران ورولو. که چرې مونږ په خدائ باندې باور او توکل وکړو، نو مونږ به د هغۀ رزق ورکول ووینو.
مونږ دې د غریبانانو سره مرسته وکړو.
خدائ ټولو نسلونو ته وفادار دے.
خدائ کله کله په معجزانه توګه هرڅۀ تیاروى.
یوه جينۍ د خپلې ملګرې سره د ټولو ګناهونو دپاره د یوې قربانۍ په حقله شریکوى. د خروج په قيصه کښې د قضاوت آخرى آفت د مصر د ټولو اولنیو پېدا شوو نارينه وو مرګ وو. د دې د بچ کیدلو او خلاصون دپاره عبرانیانو د خپلو دروازو په چوکاټونو باندې د ګډې وینه وشیندله. عبرانیان د سور درياب په یوې حیرانوونکې لارې باندې راووتل او بچ شول، خو مصریان پکښې ډوب شول.
د ګناه دپاره یوه قربانى.
خُدائ پاک د خپل تابعدارئ دپاره ډېرې موقعې ورکوى.
تاریخ د آزادۍ او خلاصون قيصه څرګندوى.
یو سخت زړۀ او ضدى پلار خپلې لور ته د سکول اجازت نۀ ورکولو چې لاړه شى. په تورات کښې فرعون د عبرانيانو پرېښودو نه انکار وکړو، تر دې چې په مصر ډېر آفتونه او تباهئ هم راغلې. موسىٰ ثابت قدم پاتې شو او آخر يې خپل خلق د هغوئ نه آزاد کړل.
د ضد خامخه څۀ نتيجه وى.
مونږ د انتخاب کولو آزادى لرو.
استقامت تر هغې ښۀ وى تر څو چې زمونږ مقصد ښۀ وى.
یوې بې اولاده ښځې د خزلې په یو ډیرى کښې یو ماشوم هلک وموندلو او هغه یې وساتلو. د مقدس کلام قيصه چې هغه عبرانی ماشوم څنګه وموندل شو او د فرعون لور هغه د خپل زوئ په توګه قبول کړو، مونږ ته د خدائ حېرانوونکى لارې ښائ. خُدائ پاک زمونږ نه زياتې غټې منصوبې لرى.
خُدائ پاک ډېرې موقعې ورکوى.
مونږ له د خُدائ پاک منصوبې ښکاره کول پکار دى.
خدائ زمونږ نه لوئې منصوبې لرى.
یوه ښځه د خپل پېداکېدونکى ماشوم د ژوند کولو اجازه ورکولو په اړه د فېصلې مخنيوے کوى. د خدائ په کلام کښې کله چې عبرانیان په مصر کښې غلامان شول، نو وینځو ته ووئیل شول چې نارینه ماشومان ووژنى. دوه وینځو د فرعون نافرمانى وکړه او هغه واړۀ ماشومان یې بچ کړل. د ښۀ کولو د پاره د زړورتيا او قوت ضرورت وى.
فېصلې کول مشکل هم کېدے شى.
ښۀ کول زړورتيا غواړى.
عبرانۍ وینځې د خدائ څخه ویرېدلې.
یوه قيصه چې څنګه قصوروار وروڼو د بخښنې دپاره سوال وکړو. د مقدس کلام دا قيصه په دې هکله ده چې څنګه یوسف چې اوس د واک او اختیار خاوند وو، د خپلو ورونو سره په مصر کښې لیدنه کتنه وکړه او هغوی وبخښى. همدارنګه یوسف دا تیاری ونیوه چې د یعقوب ټوله کورنۍ راشى او په مصر کښې پاتې شى.
زمونږ ګناهونه به مونږ بربنډ کړى.
بخښنه شفا ورکوى.
بنى آدم د بدۍ په خاطر څه کوى، خدائ کولے شى چې هغه په نیکۍ بدل کړى.
د مسیح د پیروانو څخه یو پیرو په قېد کښې یوې بلې ښځې ته تسلى ورکوى، د هغې سره وعده کوى چې د هغې سره د هغې په هغه خوب کښې چې لیدلی یې دے شریک کړى. په مقدس کلام کښې یوسف د فرعون نوکر ته خوبونه تعبیروى. فرعون خپله هم یو خوب لیدلے وو او یوسف یې د قېد څخه راوویست، خوبونه یې ورته تعبیر کړل او هغه آزاد شو او ترقى یې ورکړه.
خُدائ پاک زمونږ د تسلۍ دپاره څوک هم رالېږلے شى.
څۀ خوبونه ډېر اهم وى.
خُدائ پاک زمونږ حالات بدلولے شى.
خدائ زمونږ د زړونو څخه خبر دے، خو هغه خپلې منصوبې لرى، لکه څنګه چې په یوه مقامى قيصه کښې څرګندیږي. خدائ خپله د اولادونو ورکولو وعده یعقوب ته په خوب کښې ښکاره کړه او یعقوب په رښتیا سره د دوه ښځو او وینځو په لرلو سره مینه ترلاسه کوى او هغه په دولسو زامنو او لور سره پای ته ورسېدله.
خدائ خپل غوره شوى ته خپله منصوبه ښکاره کړه.
دوکه باز د نورو له خوا دوکه کيږى.
خدائ خپله وعده او پلانونه ترسره کوى.
دوکه تباهى راولى، په خاص توګه کورنیو کښې، لکه څنګه چې دا مقامى قيصه ښودنه کوى. د خدائ قيصه مونږ ته دا څرګندوى چې اسحاق خپل کشر زوئ یعقوب ته د میراث د برکت په ورکولو کښې دوکه شو. دا یعقوب ته د ډېرو کلونو دپاره د تاوان، جګړې او ناندریو او ستونزو په بیه تمام شو، که څه هم هغه ته لا د مخکښې نه د خدائ له خوا برکت ورکړل شوی وو.
دوکه بازى هم نور تباه کوى او هم خپل ځانونه.
دوکه باز خپل ځانونه دوکه کوى.
خدائ د برکت ليکوال دے.




