Discover
دَ کاميابئ له پاره بنيادونه | دَ مشرولئ دَ پاره اصول
دَ کاميابئ له پاره بنيادونه | دَ مشرولئ دَ پاره اصول
Author: Pashto Radio
Subscribed: 3Played: 33Subscribe
Share
© Pashto Radio - All Rights Reserved.
Description
We Pashtuns always hear that our country needs development; economic development, political development, educational development, etc. What about personal character development? How can we develop our own minds and souls to live more fruitful lives and be better citizens of our country?
Each program examines the importance of a specific proverb from the book of Proverbs of Solomon and discusses how these godly principles can be applied to our daily lives in order to help our personal development.
Each program examines the importance of a specific proverb from the book of Proverbs of Solomon and discusses how these godly principles can be applied to our daily lives in order to help our personal development.
35 Episodes
Reverse
دا لړۍ د مشرتابه هغه اصول بیانوي کوم چې د سلیمان په متلونو کې ښوول شوي دي. د خدای سره په ژوند کولو کې لوی ارزښت نغښتی دی. یو لوستونکی او ښوونکی په دې اړه خبرې اترې کوي چې څنګه ځینې خلک تر فشارونو لاندې وده کوي او خپل هدفونه ترلاسه کوي په داسې حال کې چې نور خلک هڅه کوي چې د فشار څخه مخنیوی وکړي او هیڅ شی نه ترلاسه کوي. کۀ تۀ د سختۍ په وخت کې خپل همت بائيلې، نو تۀ بيا ډېر کمزوری انسان يې. خطر ومنئ، د کوشش کولو جرأت وکړئ تېرېږئ مه تشنج کیدای شي د خیزوهلو د تختې په څېر وي
د خلکو پوهول به مونږ سره مرسته وکړي چې زغم ولرو او بخښنه (معافي) وکړو، دا مونږ ته د مشرتابه یا رهبرۍ او هڅونې وړتیا راکوي، او کیدای شي مونږ له جګړو څخه وژغوري. هر انسان مینه، ځاني ارزښت، هویت او امنیت ته اړتیا لري. که مونږ د خپل ځان او د نورو خلکو په قوتونو او کمزورتیاوو باندې پوه شو، نو بیا مونږ کولای شو د یو ټیم په توګه په شریکه کار وکړو. ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى. خلک زمونږ درک او پوهې ته اړتیا لري هر انسان ارزښت لري خپل قوتونه او کمزورتیاوې وپیژنئ
هغه کسان چې د تعلیم غوښتونکي دي هغوی د مغرورو خلکو څخه غوره دي. د ماشومانو په توګه مونږ ته د خپلو میندو او پلرونو له خوا شکل او صورت راکړل شوی دی، خو مونږ کولای شو د هغه څه تصور او ليد ولرو چې مونږ غواړو هماغسې جوړ شو، خپل تیر وخت وڅیړو او بې ګټې شیان شاته وغورځوو، او د خپل ژوند لپاره ښه ارزښتونه غوره کړو. مونږ کولای شو نورو ته هم په همدې ډول شکل او صورت ورکړو. بدلون زمونږ په لاسونو کې دی. د عقل خبرو ته غوږ ونيسئ او خپل زړۀ د هوښيارتيا طرف ته مائل کړئ،
که چېرې مونږ هوښیار او خبردار واوسو او یو چا ته پوره پاملرنه (خیال) وکړو، نو مونږ به د دوی خبرې او د هغې ترشا ارادې واورو. مونږ به ډسپلین لرونکي اوریدونکي او وینا کوونکي واوسو، خپل ملګري ته به پوره درناوی کوو. بیا نو مونږ باید د موضوع په حقیقت پوهه شو، خو بیا هم کولای شو ځيني تپوسونه وکړو لکه: "ایا ستاسو مقصد همدا دی؟" تر ټولو لوی ښوونکی، عیسی وویل، "څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى." نو هوښیاران دې واوري او خپل تعلیم دې زیات کړي د خپلو "اوریدلو فلټرونو" په هکله (حقله) ښه خیال کوئ زیاتره خلک یوازې اوریدل غواړي ریښتیني اوریدل کولای شي ریښتیني شخصي (ذاتي) اړیکه رامینځته کړي
خلک یوازې د قواعدو او حکمونو له مخې ژوند نشي کولای، دوی یو رویا (خوب) او هیلې ته اړتیا لري، د دې لوړو رویاګانو د ریښتیا کولو په هیله فرصتونه وګوري او ترينه ګټه پورته کړي. که مونږ یو تخلیقي چاپیریال رامنځته کړو، خلک به هڅول کیږي چې خپلو خوبونو او رویاګانو ته ورسیږي او د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره کار کولو ته وهڅول شي. مونږ کولای شو نورو ته د فرصتونو او امکاناتو په چمتو کولو سره هغوی وهڅوو او ورته الهام ورکړو. هغه اُميد چې په وخت پوره نۀ شى نو زړۀ بيماروى، خو کوم خواهش چې پوره کيږى نو هغه د ژوندون ونه ده. تاسو باید یوه رویا ولرئ! مونږ باید هیله او امید ولرو که مونږ ته الهام راکړل شي، نو مونږ کولای شو نورو ته هم الهام ورکړو
لکه څنګه چې زمونږ سوچونه او فکرونه زمونږ په نظرونو کې وده کوي، او نور خلک متفاوت سوچونه او نظرونه لري چې دوی ګومان کوي هغه سم دي، نو دا کار کیدای شي شخړې رامنځته کړي، او دا کیدای شي د مبارزې، یا د ارادې د ټکرې سبب وګرځي. مونږ باید د نظرونو د اختلاف یا توپير لپاره چمتو واوسو او هڅه وکړو چې له سپکاوي، چیغې او تاوتریخوالي څخه ډډه وکړو. مونږ باید ټینګ مګر نرم واوسو او په پوره عاجزۍ سره د نظرونو تبادلې ته لیوالتیا (شوق) ولرو. پرېږدئ چې شخړې په تاسو کې غوره والی راولي. لکه څنګه چې اوسپنه اوسپنه تيره کوى، نو دغه شان يو انسان خپل ملګری تېرۀ کوي. د نظرونو او خیالونو ټکر د ناخوښۍ څخه ډډه وکړئ په عاجزۍ سره نیوکه یا تنقید وکړئ
کله چې یو څوک مونږ ننګوي یا مونږ ته چلنج راکوي، مونږ په فطرتي توګه د خپل ځان او خپل دریز څخه دفاع کوو. مونږ دا کار شخصي یا ذاتي ګڼو: مونږ ښايي داسې سوچ وکړو چې دا کس زمونږ په بشپړتیا او ذاتي انځور باندې برید کوي. رښتینې او صادقانه اړیکې باور رامینځته کوي، چیرې چې د اختلاف په صورت کې په نرمۍ سره پر حقیقتونو خبرې کیدی شي. غوسه ناکه الفاظ کیدای شي ویجاړونکي وي. که غلط ثابت شولو، نو مونږ باید معافي وغواړو او پخلا شو. دلته، دوه اړخیز درناوی بنیادی مسئله ده. نرم جواب غصه سړوى، مونږ باید په مسیح کې خپل شناخت خوندي وساتو غوسه لرې کړه اړیکه د کلمو او الفاظو څخه افضله ده
مشران باید په باقاعده توګه د نیوکې یا تنقید تمه ولري. مونږ باید د یوې خبرې اصلي محتوی واورو او هغه حقیقت ته چې په هغه کې نغښتی دی ځان تسلیم کړو، نه په خپله تنقید ته. مونږ ښايي تنقید خوښ کړو یا خوښ نکړو، یا د هغو سره موافق واوسو، مګر مونږ اړتیا نه لرو چې د هغې پروړاندې سخت غبرګون وښیو او د هغې نه سرغړونه وکړو. که تنقید کوونکی زمونږ ملګري وي، هغه ممکن ونه غواړي چې مونږ ته نقصان ورسوي، مګر مونږ د خپلې ودې دباره حقیقت ته اړتیا لرو. هغه کسان چې ښې نیوکې یا تنقید ته غوږ نيسى، نو هغوئ به په هوښيارانو کښې وشميرلی شى. تنقید یا نیوکه کولای شي ارزښت ولري پوه شئ چې ریښتیا څه دي او ورسره موافقه وکړئ په هغه څه پام وکړئ چې ویل کېږي، نه د غږ په څرنګوالي
په سمه توګه سزا ورکول د ډسپلین عملي کول دي ترڅو هغه کسان سم کړي چې غلط وي. خلک د بقا، مسؤلیت، د هیلو د ترلاسته کولو او د خپلو رویا ګانو له مخې هڅول کیږي، مګر مونږ ټول د ګناه لپاره د سزا ورکولو یو سالم ډار ته اړتیا لرو او پوهیږو چې هر عمل خپله پایله لري. یوه کورنۍ یا ټولنه د قانون له پلي کیدو پرته پرمختګ نشي کولای. خدای خپل بچیان ډسپلینوي، ځکه چې له هغو سره مینه لري. زخمونه او دردونه بدکارى لرې کوى، وهل انسان دننه نه صفا کوى. څه چې کرو هغه به رېبو څه شی ما هڅوي؟ د مالِک خُدائ څخه وېره د حِکمت شروع ده،
مشران کولای شي د کرکټرونو او حالتو په حقله بصیرت رامینځته کړي ترڅو معلومه کړي چې کومې غوره پریکړې باید ونیولی شي. مونږ باید حالات په پام سره وڅیړو او د ټولو خبرو اترو له لارې د ستونزو اصلي لاملونه پیدا کړو. د ښه قضاوت کولو لپاره، مونږ باید لومړی د خپل ځان قضاوت وکړو، صادق او ایمانداره و اوسو او د هغه څه سره علاقه ولرو چې سم دي. څوک چې په عدالت کښې خپله دعوىٰ اول پېش کړى نو هغه صحيح ښکارى ترڅو چې بل څوک راشى او د هغه څېړنه وکړي. د خلکو په حقله پوهېدل دلته واقعیاً څه روان دي؟ صادق هغه څه کوي چې صادقانه وي
که چېرې هغه دلیلونه چې څنګه او ولې مونږ کارونه ترسره کوو روښانه، سوچه او صادقانه وي، نو مونږ به د حقیقت پربنیاد ژوند وکړو. خدای او د هغه حقیقت همیشه سره یوځای وي او د هغه کلام زمونږ لپاره بنیاد دی. که چیرې مونږ خپل ذهنونه د هغه په حقیقت سره تغذیه کړو، خدای به زمونږ جذبات پاک او سوچه کړي او زمونږ نه به صادقان خلک جوړ کړي، نو د خدای په پوهه کې وده وکړي. هېڅ داسې حکمت، پوهه او انساني فکر نشته چې د څښتن په خلاف بریالیتوب ته ورسیږي. انګیزه یا جذبه دا ده چې مونږ ولې هغه څه کوو چې مونږ یې کوو د خدای څخه وغواړئ چې ستاسو جذبې صفا کړي د حقیقت په پوهېدلو او عملي کولو کې وده وکړئ
که چېرې هغه دلیلونه چې څنګه او ولې مونږ کارونه ترسره کوو روښانه، سوچه او صادقانه وي، نو مونږ به د حقیقت پربنیاد ژوند وکړو. خدای او د هغه حقیقت همیشه سره یوځای وي او د هغه کلام زمونږ لپاره بنیاد دی. که چیرې مونږ خپل ذهنونه د هغه په حقیقت سره تغذیه کړو، خدای به زمونږ جذبات پاک او سوچه کړي او زمونږ نه به صادقان خلک جوړ کړي، نو د خدای په پوهه کې وده وکړي. د انسان په نظر کښې د هغۀ ټولې لارې هغۀ ته پاکې ښکارى، خو مالِک خُدائ د هغۀ نيت آزمائى. انګیزه یا جذبه دا ده چې مونږ ولې هغه څه کوو چې مونږ یې کوو د خدای څخه وغواړئ چې ستاسو جذبې صفا کړي د حقیقت په پوهېدلو او عملي کولو کې وده وکړئ
خدای انسان یو اخلاقي مخلوق جوړ کړی دی چې د حق او باطل د احساس درلودونکی دی چې ورته ضمیر یا وجدان ویلی کېږي. همدارنګه، مونږ د خدای پاک حکمونه لرو چې مونږ ته د خدای ارزښتونه او د کړو وړو اصول را زده کړي. عیسی وویل، "د نورو سره تل داسې سلوک کوئ لکه څنګه سلوک چې تاسو د ځان دپاره خوښوئ." نو خدای پاک انسانان د همدې ډول ژوند د کولو لپاره ډیزاین کړي دي. عیسی مونږ ته وویل چې له خپلو ګناهونو نه توبه وباسو او د خدای په روح کښې بیا زېږون ترلاسه کړو. مسیح زمونږ د ګناهونو لپاره مړ شو او د مرګ نه په بیا راژوندي کېدلو سره يې دا ثابته کړه چې هغه د خدای زوی دی. مونږ تاسو ته بلنه درکوو چې په عیسی باندې د خپل نجات ورکوونکي او خپل د ژوند مالک په توګه باور او یقین وکړئ. د صادقانو د برکت په وجه ښار آباديږى، خو د بدعمله په خبرو هغه تباه کيږى. خدای پاک انسان یو اخلاق لرونکی موجود پیدا کړی دی خدای پاک مونږ ته خپل حکمونه راکړي دی عیسی ته د خپل ژغورونکي او نجات ورکوونکي په توګه راشئ
چال چلن ستاسو د ذهن د ټاکلو د طریقې په غوره کولو یا پریکړه کولو سره رامینځته کیږي چې تاسو څه ډول سوچ کوئ. که ستاسو ذهن د خدای په لور متوجه وي، یا د هغه په لور تمایل ولري، نوهغه تاسو ته خپله اراده څرګندوي. د خپل ذهن قابو ساتل په غاړه واخلئ، خپل لوری وټاکئ، راتلونکي ته وګورئ، په خپل ځان باندې د خدای د کلام سم بنسټ او مثبت اعتراف ولرئ، او د خدای اراده ترسره کړئ. بختور دى هغوئ چې زړونه يې پاک دى، هغوئ به د خُدائ پاک ديدن وکړى. چال چلن یو انتخاب (غوراوی) دی خپل ذهن خدای ته متوجه کړئ خپل ذهن او چلند قابو کړئ
احساسات کولای شي په کلکه توګه زمونږ په کړنو باندې اغیزه او اثر وکړي. مونږ باید د خپل ذهن او احساساتو قابو ساتل غوره کړو ترڅو په ډسپلین سره عمل وکړو. کله چې احساسات راپورته شي، مونږ باید په هغه باندې پوه شو، خپل ځان ودروو، او په بل ځای کې بوخت شو یا دا پورته شوی وضعیت په ټوکو او خندا سره تیر کړو. نور خلک یا حالات ممکن مونږ وهڅوي یا جذباتي کړي، مګر مونږ باید خپل غبرګونونه اداره کړو. څوک چې په خپله غصه قابو ساتى، د هغه چا نه بهتر دی چې يو ښار فتح کوي. احساسات د یو چا له ارادې نه بهر دي خپل احساسات قابو کړئ، که نه نو دوی به تاسو قابو کړي احساساتي حالتونو ته سم ځوابونه ورکړئ
لارښوونې او حدود زمونږ لپاره په انفرادي توګه او د هرې ډلې لپاره چې مونږ پکښې برخه لرو، اړین (ضروري) دي. اخلاقي حدود لا نور هم اړین دي. د تیري کولو معنی د ټاکل شوي حدودو د کرښې څخه تیریدل او ناروا کارونه کول دي او خدای پاک په څرګنده توګه زمونږ لپاره خپل حدود په نښه کوي. حدود یا سرحدونه مونږ سره د نظم په ساتلو او د هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي. لارښوونې چې په واضح ډول تشریح شوي دي، هم د مشرانو او هم د کارکوونکو طمعې یا توقع ګانې، دندې او مسؤلیتونه په ګوته کوي. پاچا په هوښيار نوکر خوشحاليږى، خو هغه څوک چې شرموونکي کارونه کوى د هغۀ قهر راپاروي. د خدای پاک د منطقي مينې حدود زمونږ ګناهونه معاف کړه مقررات نظم منځته راولي
زمونږ ذهنونه د خدای لخوا یوه حیرانونکې ډالۍ یا تحفه ده. لکه څنګه چې مونږ خپل سوچونه پروسس کوو، مونږ کولای شو دلیل وړاندې کړو، کوم چې مفکورې او منصوبې رامینځته کوي. همدارنګه، مونږ کولای شو د تخلیقی نظریاتو او امکاناتو تصور وکړو. خدای زمونږ په فکرونو او سوچونو باندې پوهیږي او مونږ باید دا غوره کړو چې خپل ذهنونه له ښو فکرونو او سوچونو څخه ډک کړو او خپلو ارزښتونو بنیاد د خدای په حقیقت باندې ودان کړو. بیا به مونږ د خپلو ښو سوچونو مطابق په ښه طريقې سره عمل وکړو. خو هغه د زړه له کومي دا خبره نه کوي. زمونږ ذهن د خدای له خوا یوه ډالۍ یا تحفه دی دلیل، محاسبه، غور کول تصور وکړئ، رویا ووینئ، جوړ کړئ
صبر د کارونو پریښودل، سستوالی یا غیر فعالتوب نه دی. دا د سم وخت په انتظار کې کښېناستل دي، د خبرو کولو یا عمل کولو د مناسب وخت نه ګټه اخیستل دي. د رښتيني صبر لرونکي خلک په ځان کنټرول، پوهه او حکمت لري. په یو نامناسب او کړکیچن حالت کې، دا غوره ده چې ټول حقایق ترلاسه کړئ، خلکو ته غوږ ونیسئ، احساساتو ته اجازه ورکړئ چې لاړ شي، او بیا په مناسب وخت کې د خبرو یا عمل کولو پریکړه وکړئ. د صبر په وجه یو حاکم هم رضا کېږي، او يوه نرمه خبره هډُوکى ټوټې ټوټې کوي. صبر کمزوري یا ضعیفوالی نه دی هره شېبه غنیمت وګڼئ د عمل کولو لپاره پوره وخت شتون لري
زمونږ د بدن د ټولو اندامونو د قابو ساتلو یا کنټرولو څخه، د ژبې قابو ساتل یو خورا سخت کار دی، ژبه یو اور دی چې کولای شي یو ځنګل وسوځوي. الفاظ ډېر ځواکمن دي او مونږ به هغه څه ورېبو چې مونږ یې کرو. یو هوښیار سړی به برکت ترلاسه کړي او وبه هڅول شي، ځان به جوړ کړي، خپل باور به وساتي، او خپلې خبرې به قابو کړي. هر هغه څه چې زمونږ ذهن ته راځي ضرور نه ده چې باید زمونږ ژبې ته هم راوستلی شي. څوک چې ژبه په واک کې ساتي نو خپل ځان ساتي خو څوک چې بېځایه خبرې کوي نو خپل ځان تباه کوي. خپله ژبه په واک کې وساتئ تاسو هغه څه کرئ چې هغه رېبئ برکتونه وکرئ
سخت احساسات کیدی شي خطرناک وي که چیرې یو څوک د نورو په وړاندې په غصه کې راښکاره شي ځکه چې هغوی غواړي په دوی باندې خپله واکمني او خپل کنټرول وساتي. د خدای د جذبې انرژي د خدای عبادت یا جوش ته لیږدول کیدی شي، که چیرې دا د خدای د روح لخوا قابو شي. دا ډول جذبه ارزښتناکه، قوي او ځواکمنه انرژي ده، او باید په ښه توګه اداره شي. سخت احساسات باید په ښه توګه اداره شي د ځورونې غصه ویجاړونکی دی خدایي جذبه ولرئ




