Discoverد يو مسافر سفر
د يو مسافر سفر
Claim Ownership

د يو مسافر سفر

Author: Pashto Radio

Subscribed: 5Played: 45
Share

Description

دا د سفر قيصه د يو مسيحى سفر کونکى په حقله ده. په دې سفر کښې هغه د هغه مسيحيانو او د خلقو ډاډګيرنه کوى کوم چې خپل ځانونه د اِبليس او د هغۀ د منصوبو نه ځان ساتل غواړى. دا قيصۍ د مسيحى سفر کونکى په لاره کښې پېښ شوى تکليفونو او ستونځو نه پس د سلامتۍ سره د آسمانى ښار ته د رسېدو قيصه شريکوى.

The Pilgrim’s Progress is the story of one Christian traveler. During his journey, he encourages those Christian & people who want to keep themselves safe from Satan and his plans. This story also shows after sufferings and troubles Christian traveler safely reached to heavenly city.
21 Episodes
Reverse
متن ويونکے په خوب کښې يو سړے ګورى چې شلېدلې کپړې يې اغوستې دى، دَ هغۀ مخ دَ خپل کور نه بل مخ ته وو دَ هغۀ په لاس کښې يو کتاب وو اؤ په ملا يې غټ بوج وو. دا مسيحى سړے د خپلو ګناهونو او د خُدائ پاک د عدالت په حقله ډېر پرېشانه وو. هغه يو تبليغى سره ملاو شى څوک چې ورته رڼا پسې د تللو ووائى کومه چې يوې دروازې خوا ته تلې وه. مسيحى او بدلېدونکے سړے د نا اُميدۍ په دلدل کښې ډوب شى. عيسائ د خپلو ګناهونو په باره کښې پرېشانه وو تبليغى د هغۀ لارښودنه کوى ضدى او بدلېدونکے د هغۀ د لاړې مخنيوے کوى
The Swamp of Despair

The Swamp of Despair

2022-04-0227:01

مرسته راشى او مسيحى د دلدل نه را بهر کړى او بدلېدونکے کور ته راواپس شى. دنياوى هوښيار سړے مسيحى سره ملاويږى او هغه د سينا په غرۀ باندې د اختيار کور ته د تلو دپاره رضا کوى. مسيحى لاړ شى خو وويريږى. تبليغى راځى او د هغۀ لارښودنه کوى چې په تنګه دروازه واپس لاړ شى. مسيحى د مرستې دپاره سوال کوى د نرمو خبرو نه ځان ساتئ اصلاح تر لاسه کړئ
At the Gate

At the Gate

2022-04-0322:49

د مسيحى دروازې ته داخلېدو سره دشمن په دروازه د غشو وار وکړو. خېر خواه هغۀ سره تر اوسه پېښ شوى هر څۀ په حقله او د ترجمان خوا ته د تنګې لارې په حقله خبرې کوى کوم چې هغه د يو رښتينې کس په توګه ښکاره کوى. په دې کښې د خاؤرې ګردونو يوه کمره هم ښودلے شوې ده، چې قانون پکښې د ګناه ډکه دوړه الوزوى خو انجيل مقدس پرې پاکې اوبۀ چڼکاو کړى. بيا ورپسې صبر د جزبې سپکاوے او خبرې برداشت کوى. د دې نه پس شيطان د ابدى اور مړ کولو کوشش کوى خو مسيح په دې نور تېل ور اچوى. د خاؤرو ډکه کمره د انسان زړۀ دے صبر ته اجر ملاو شى د مينې شغله برداشت کوى
The Beautiful Palace

The Beautiful Palace

2022-04-0421:42

ترجمان خپله خبره جارى ساتى لکه څنګه چې بزدلان بحث کوى او دشمن فوجىيان د جنګيالى سره جنګ کوى. تر څو چې غالب جنګ ګټونکى رابلى، ليکونکے يې رکارډ کوى. په قېد کښې بند سړے د تېښتې لار نۀ لرى، او خوب کوونکے د فېصلې په انتظار کښې وى خو بيا هم توبه نۀ کوى. کله چې مسيحى صليب وګورى نو د هغۀ د ملا نه بوج وغورزيږى او هغه نوې جامې ترلاسه کړى. مونږ دې د دشمن مخالفت وکړو يوازې خُدائ پاک توبه ورکوى بوج په صليب ختميږى
مسيحى د مسيح چاپ او هيدايت تر لاسه کوى او ساده، سست او ګمان سره ملاو شى. دا درې واړه د خوب په زنځير کښې تړلى شوى وى. هغۀ هغوئ د بېدار کولو کوشش کوى خو ناکامه شو. منافق او د رسمونو پابند په دروازه رانغلل او بحث کوى چې هغوئ د نورو نه زيات اهميت لرى. مسيحى د تکليفونو غر ته ځى او د خوب دپاره د پناه ځائ ومومى او هيدايت نامه وغورزوى. ويريدونکے او بې اعتماده کوشش کوى چې هغه بې زړۀ کړى چې نور مخکښې لاړ نۀ شى. جامې، چاپ او هيدايت د مسيحى د ايمان دپاره شخصى نښې وې څۀ په زنځيرونو کښې اودۀ کيږى بحثونه او مايوسۍ به راځى
مسيحى خپل هيدايت نامې پسې واپس راشى چې هغه واخلى او بيا ورته بېدار په زنځيرونو تړلى دوو زمرو خبره وکړى چې په لار کښې به راځى خو ويرېږې به نه. د بېدار په کور کښې هغه د احتياط مخنيوے وکړى او د هغې نه پس ورله بلنه ورکړى چې دننه راشى او خپل د سفر حال ديندار ته بيان کړى. احتياطى ورسره د ګټې د چابۍ خبرې وکړى. د مشکل په وخت اودۀ کېږئ مه. د دشمن د غړمبارى نه مۀ ويرېږئ. چابى: صليب، جامې، هيدايت.
Prudence & Charity

Prudence & Charity

2022-04-0719:57

احتياطى وائى چې د ازمېښت په وخت مالِک خُدائ ته فرياد وکړئ او کلام ولولئ. خېرات هغۀ ته د هغۀ د کورنۍ په حقله رايادوى. په کور کښې د هغۀ د زوئ، او د هغۀ د نوکرانو حساب کتاب، د خدائ ډال او نور څيزونه کوم چې په کتابِ مقدس کښې بيان شوى دى، هغه هر څۀ وښودلے شول. د کور د چت نه هغه د عمانويل زمکې ته ګورى. خېرات د کور نه شروع کيږى. د خُدائ پاک ډال واغوندئ. نوې زمکه په نظر کښې وساتئ.
اوس چې مسيحى ځان ټول په ډال محفوظ کړو نو هغه وړاندې ور روان شى. کله چې اِبليس ته ورمخامخ شى، څوک چې چاپلوسى کوى، دهمکيانې ورکوى او بيا د هغۀ سره په غشو جنګ کوى. زخمى شى خو د خُدائ پاک طاقت د هغۀ سره وى او د هغۀ په توره دشمن له شِکست ورکړى. دوه دروغژن جاسوسان د هغۀ د ويرولو کوشش کوى خو هغه په خپله لار روان جارى اوساتل. خېرات د کور نه شروع کيږى. د خُدائ پاک ډال واغوندئ. نوې زمکه په نظر کښې وساتئ.
د دوزخ په وادۍ کښې د ټولې دُعا وسله واخلى او د هغه بَلا مقابله د خُدائ پاک کلام په وسيله کوى. په سهار کښې کله چې هغه د دوو بلاګانو پوپ او پيګن په خوا کښې تېرېدو نو هغه ايماندار سره ملاو شى څوک چې ورته خپل د وانټن نه د وتلو لار باره کښې ووائى، او د وړومبى آدم نه څوک چې د هوس او غرور کښې د راګېرولو کوشش کوى. دًعا زمونږ لويه وسله ده. د هوس څخه ځان وساتئ او تېښته وکړئ. خپل زوړ فطرت د ځان څخه لر کړئ.
Faithful’s Journey

Faithful’s Journey

2022-04-1030:23

ايماندار بيا قانون سره ملاو شو چا چې هغه بې رحمئ سره وهلې وو خو مالِک خُدائ هغه ودرولو. خو بيا هم قانون مسافر صليب په لور روان کړو. بيا نا اُميدى راغله چا چې د ملګرى بائيللو خبردارے ورکړو، د کوم چې مخالفت ډېر او سخت وو. د دې نه پس مسافر کړتن سره ملاو شو چا چې تشې کړتې کولې او نور د څۀ کار نۀ وو. قانون د سکول اُستاذ دے. د عزت په وړاندې عاجزى. څۀ خلق تشې خبرې کوى.
More of Faithful

More of Faithful

2022-04-1122:33

ايماندار په شروع کښې د کړتن په خبرو دوکه شو خو څۀ وخت پس هغه پرې پوهه شو او هغۀ ته يې په ښکاره ووئيل چې تۀ يو منافق کس يې. کړتو د هغه ځائ نه لاړ شى. مسيحى د ايماندار تعريف وکړى او تبليغى راشى او هغه هغوئ ته وړاندې راتلونکى بېهودګئ د نمائيش په حقله ووائى په کوم چې به هغوئ ضرور تېريږى. په خبرو دوکه ونۀ خورئ. عمل کونکې جوړ شئ، تشې خبرې کولو والا نه. ټول د بېهودګئ نه تېريږى.
Vanity Fair

Vanity Fair

2022-04-1224:21

د بېهودګئ نمائيش ته ور دننه کېدو سره مسافران د کنزلو او ظلم مخنيوے وکړى. هغوئ وهل شوى، قېد شوى، په شاوخوا کښې پريډ شوى او سپکاوے کيږى. هغوئ په دې ستونځو کښې يو بل له حوصله ورکوى او په دې فکر کښې وى چې په دواړو کښې به څوک اول مرى کله چې به ازمېښت ته وروړاندې کيږى. د خُدائ پاک منونکے تکليف زغمى. دنيا سره مينه خُدائ پاک سره دښمنى ده. د شهيدانو وينه ظائع کيږى نه.
Faithful put to death

Faithful put to death

2022-04-1321:58

دروغ د ايماندار خلاف د کينې، وسوسې او د خود غرضۍ ګواه شى څوک چې د خپلې دفاع دپاره رښتيا وائى. نفرت-ښۀ قاضى د هغۀ خلاف قېصله وکړى او عدالت هغه د مرګ مجرم ګړى. ايماندار په بې دردئ سره ووجلے شى. اُميدوار مسيحى سره يو ځائ شى او بربادوونکے هم د دوئ تر مينځه راغے خو کله چې مسيحى د هغۀ امتحان اخلى نو هغه وروستو شى. رښتيا سره مينه وکړئ. د مرګ وفادار اوسئ. د غرضى ملګرو نه ځان ساتئ.
Christian and Hopeful

Christian and Hopeful

2022-04-1422:37

مسيحى او اُميدار مخکښې روان شى او بربادوونکے دنيا-نيول، پېسو-مينه او ټول-بچ-کول سره ملاو شى. هغوئ دا خبرې کوى چې څنګه يو خدمتګار د مذهب په نوم پېسې راغونډوى خو مسيحى د هغوئ اصلاح کوئ او هغوئ وروستو شى. ديماس مسافرانو ته د سخا مالداره غر ښودلو بلنه ورکړى خو هغوى ترېنه انکار وکړى. هغوئ د يو بُت خوا ته راشى کوم چې د لوط د ښځې بُت وى. د پېسو مينه يو جال دے. دنيا حاصلولو دپاره خپل ځان وبائلئ. د لوط ښځه ياده ساتئ.
Giant Despair

Giant Despair

2022-04-1524:17

هغوئ بيا د ژوندون اوبو خوا ته راشى چې اوبۀ ترېنه وڅښى او هلته اودۀ شى. څو ورځې د آرام نه پس هغوئ په خپله لار روان شى او د هغوئ لاره کاړيزه شى او مسيحى د هغوئ لارښودنه د شنو وښو مېدان خوا ته وکړى. په لاره هغوئ د دروغو ډاډګيرنې سره ملاو شى او ډېر زر په هغوئ تيارۀ او باران ورېدل شروع شى. دوئ په کنده کښې پرېوځى چرته چې هغوئ يو د مايوسۍ ديو سره ملاو شى څوک چې هغوئ بې حوصلې کوى، ووهى، په قېد کښې واچوى او د هغوئ د مړ کولو کوشش وکړى. د اوبو خوا ته راشئ. کوم څيزونه چې ښائسته ښکارى د هغې نه ځان ساتئ. مايوسى غالب کېدے شى.
په تيارو کښې، د وهل خوړلو او د لوږې نه پس مايوسى مسافران په ازمېښت کښې واچوى چې هغوئ ځانونه مړۀ کړى، خو اُميد مسيحى له ډاډګيرنه ورکړى چې زړۀ ونۀ بائلى. مايوسى او شرميله د هغوئ د تباه کولو منصوبه جوړه کړى خو کله چې هغوئ دعا شروع کړى او د خُدائ پاک شکر وکړى نو مسيحى ته هغه د لوظ يوه چابى را په ياد شى کوم چې د هغوئ ټول زنځيرونه او دروازې کولاو کړى. مايوسى د هغوئ ودرولو کوشش کوى خو ناکامه شى. په دعا کښې ناغه مۀ کوئ. هر وخت د خُدائ پاک شکر کوئ. د خُدائ پاک په وعدو يقين ساتئ.
د نور په رڼا کښې هغوئ د بادشاهانو په لار واپس روان شول او ښائسته غرونو ته ورسېدل چې شپونکى، علم، تجربې، بېدار او وفادار سره ملاو شى، څوک چې هغوئ ته د غلطۍ غر او د احتياط غر وښائى، او څۀ نور خبردارى او هغه خلق ورته وښائى کوم چې ورک شوى او بې لارې شوى وُو. هغوئ لاپرواه سره ملاو شى څوک چې په خپل کار باور لرى او د لږ ايمان په حقله خبرې کوى څوک چې په لاره ډاکوانو لوټ کړے وو. د بادشاهانو په لاره اوسئ. علم او تجربه ډاډ ورکوى. خُدائ پاک غواړى چې مونږ اِبليس وپېژنو.
Leviathan

Leviathan

2022-04-1822:17

مسيحى اُميدوار ته د لږ ايمان او عيسو تر مينځه د جنګ په وخت د زړَورتيا فرق، د جوليټ د طاقت او د جنګى اس تر مينځه د فرق وضاحت وکړو او خبردارے يې ورکړو چې د حد نه زيات په ځان باور ونۀ کړې. چاپلوسى هغوئ دوکه کړى او په جال کښې يې راګېر کړى خو مدد راشى او هغوئ آزاد کړى. بغېر ايمان نه لږ ايمان ښۀ دے. په جنګ کښې د سړى پته لګى. د چاپلوسو نه ځان ساتئ.
هغوئ يو بې دينه سړى سره ملاو شى څوک چې په هغوئ ټوکې کوى او ورته وائى چې داسې هېڅ ښار نشته ځکه چې هغۀ داسې څۀ ليدلى نۀ دى. هغوئ د جادو زمکې ته راشى او اُميدوار د ايماندار او خپل ملګرتيا په حقله خپله ګواهى هغې ته واورئ چې څنګه روحُ القدس او د خُدائ پاک کلام د هغوئ زړونه بدل کړل او توبه ګار شو او خپل ګناهونه يې پرېښودل. ايمان په ناليدلى څيزونو د باور کولو ثبوت دے. زمونږ خپله ګواهى طاقت لرى. په پوره توګه بدلېدل ضرورى دى.
About Backsliders

About Backsliders

2022-04-2028:18

يو ځل بيا هغوئ لاپرواه سره ملاو شى او په سختئ سره د هغۀ ازمېښت کوى او دا معلومه کړى چې هغه اوس هم په خپل کارونو باور کوى او هېڅ کله يې هم په مسيح باندې باور نۀ دے کړے او هغه د خُدائ پاک ويره کوم چې د ګناه د سزا په وجه پېدا کيږى، هغه د توبې خوا ته بيا بوتلے شى. اُميدوار بيا د وروستو کېدو دليلونه بيانوى. د دې مطلب د زړۀ په مکمل توګه نۀ بدلېدل، د انسان ويره، غرور او د عدالت لاپرواهى کول دى. اُميدوار د خلقو د وروستو کېدو د قدمونو په حقله خبرې کوى. مونږ دې يوازې په مسيح باور لرو. د خُدائ پاک ويره د حکمت شروع ده. وروستو کېدونکى په خپله مرضۍ روان وى.
loading
Comments