Discover
د تل ژوندون

د تل ژوندون
Author: Pashto Radio
Subscribed: 2Played: 23Subscribe
Share
Pashto Radio © 2023 - All Rights Reserved.
Description
مالِک عيسىٰ مسيح فرمائ "زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى". د پروګرامونو دا سلسله په داسې ډول تياره شوې ده چې د هغه خلقو مرسته وکړى کوم چې د مسيحى ايمان لټون کوى او نوى ايمانداران د خُدائ پاک د بچو په توګه ژوند تېر کړى. په هر موضوع باندې دوه قسطونه په تفصيل سره بيان شوى دى.
The Lord Jesus Christ said "I came that they may have life and have it abundantly." This series is designed to explain the Christian faith to seekers and new believers in order to help them live as children of God. Double episodes covering each topic in detail.
The Lord Jesus Christ said "I came that they may have life and have it abundantly." This series is designed to explain the Christian faith to seekers and new believers in order to help them live as children of God. Double episodes covering each topic in detail.
76 Episodes
Reverse
ستاسو دپاره يو ښۀ زېرے! هغه دا چې خُدائ پاک دنيا سره مينه کوى او د دې مطلب دا دے چې هغه ما سره او تاسو سره مينه کوى! د انسان د آزادئ په وجه دُنيا کښې بدى او تکليفونه دى او دا ټول د خُدائ پاک د مرضى په ځائ زمونږ د خپلې مرضۍ لار باندې تللو په وجه دى. زمونږ د ګناهونو په وجه مونږ د خُدائ پاک نه جُدا شوى يو. خو خُدائ پاک عيسىٰ مسيح راولېږلو چې مونږ خُدائ پاک ته واپس راوګرځئ. عيسىٰ مسيح زمونږ د ګناهونو په وجه مړ شو او بيا د مړو نه راژوندے شو. که چرې مونږ په دې ايمان راوړو او خپل ځان هغۀ ته اوسپارو نو بيا مونږ خُدائ پاک په شخصى توګه پېژندے شو.
خُدائ پاک تاسو سره مينه کوى.
تاسو ګناهګار يئ.
مسيح ستاسو د ګناهونو دپاره مړ شو.
توبه وکړئ او په مسيح باور وکړئ.
کله چې مونږ د خپلو ګناهونو نه توبه کوو او د خُدائ پاک په ښۀ زيرى باندې ايمان راوړو نو هغه مونږ خپل بچى جوړوى او مونږ له ابدى ژوندون راکوى او مونږ هيڅکله نۀ پرېږدى. هغه زمونږ د ټولو ګناهونو بخښلو ډاډ راکوى. مونږ دې هم په دې باور وکړو چې د مرګ نه پس به مونږ خُدائ پاک سره په جنت کښې يو. اوس مونږ له پکار دى چې د مسيح تابعدارى وکړو، دعا وکړو، کتابِ مقدس ولولو، د روحُ القدس نه معمور شو او د هغۀ تعليم نورو سره شريک کړو او نورو ايماندارو سره ملاو شو.
د خُدائ پاک وعدې "آو" وى.
د ايمان ډاډګيرنه.
څۀ چې مسيح فرمائ هم هغه کوئ.
څوک چې مسيح قبلوى او په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به د خُدائ پاک بچى وبللے شى. څنګه چې يو ماشوم په قدرتى عمل پېدا کيږى نو هم دغه شان مونږ له هم په يو نوى ژوندون کښې داخلېدو دپاره د روحُ القدس نه پېدا کېدل پکار دى. د دې مطلب دا دے چې خُدائ پاک زمونږ آسمانى پلار دے. مونږ له مسيح د خلاصونکى په توګه پېژندل پکار دى او د بيا پېدا کېدو دپاره هغه د مالِک خُدائ په توګه په خپل ژوند کښې قبلول پکار دے.
په مسيح ايمان راوړئ.
بيا پېدا شئ.
مسيح خلاصونکے او مالِک خُدائ دے.
څوک چې د نوى پېدايښت تجربه حاصلوى، هغوئ د خُدائ پاک نه پېدا کيږى، نه چې په انسانى خواهشاتو. يو عمارت ته تلل يا د خلقو ګډون کښې شاملېدل او يا د څۀ رسم مطابق تلل مونږ د خُدائ پاک بچى نۀ جوړوى. مسيح مونږ سره د تل ژوندون لوظ کړے دے.
څوک چې بيا پېدا کيږى نو هغوئ ترېنه خبر وى.
په عيسىٰ مسيح کښې د پېدايښت نوې تجربه وکړئ.
.ډاډګيرنه او حفاضت
د توبې مطلب خپل زهن او لار بدلول او د ګناه نه خُدائ پاک طرف ته راګرځېدل دى، او خپل ژوند په کامِله توګه د خُدائ پاک په لاره تېرول دى. د توبې مقصد د ګناهونو معافى غوښتل او په کامِله توګه ګناه پرېښودل دى. مونږ دې د خُدائ پاک او د هغه خلقو نه بخښنه وغواړو د چا سره مو چې څۀ بد کړى وى او که ممکن وى نو روغه دې وکړو.
توبه په کامِله توګه واپس راګرځېدل دى.
د ګناه نه توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ.
ګناه پرېږدئ.
د عيسىٰ مسيح د نوم مطلب "خُدائ پاک بچ کوى" او دا نوم مسيح له ځکه ورکړے شو چې هغه به خپل خلق د ګناه نه بچ کوى او د هغوئ ګناه د خطره به ځان په سولۍ قربان کړى. مونږ دې په دې ايمان ولرو چې عيسىٰ مسيح زمونږ خلاصونکے دے، يعنى په هغۀ دې باور وکرو او ايمان پرې راوړو او خپل ژوند هغۀ ته وقف کړو. نو بيا به مونږ خبر شو چې زمونږ ګناهونه وبخښلے شول.
عيسىٰ مسيح زمونږ خلاصونکے.
يقين او ايمان ولرئ.
د ګناهونو د معافۍ نه خبر شئ.
د خُدائ پاک د معافۍ عظمت باندې پوهېدل ډېر ضرورى دى، د هغه خلقو دپاره کوم چې په عيسىٰ مسيح ايمان لرى. ګناه يو دروند بار دے او ټول بوجه، جرم او شرم د صليب په وړاندې هر څۀ ختموى.
د خُدائ پاک د معافۍ حد.
يوازې په مسيح کښې.
زما ګناهونه ختم شول.
که مونږ په عيسىٰ مسيح ايمان راوړے وى او هغه د مالِک په توګه منو، نو هغه زمونږ اُستاذ دے او هغه چې څۀ وائى هغه به کوو. خدمت ګاران هم دغه شان د خپل اُستاذ دپاره کوى. زمونږ په خيالونو، خبرو او په عمل کښې دې مسيح د هر څۀ نه وړاندې وى. زمونږ سوچ دې په مسيح باندې وى او زمونږ ذهن دې د هغۀ د ښۀ خيالونو نه ډک وى.
عيسىٰ مسيح زما اُستاذ دے.
زۀ د هغۀ خدمت ګار يم.
يو نوے ذهن.
که زمونږ ذهنونه په مسيح کښې نوى شى نو زمونږ خبرې به بدلې شى. مونږ به بيا بدې خبرې، لعنت، نور بې عِزته کول او دروغ وئيل پرېږدو. د دې په ځائ به مونږ دعا شروع کوو، د خُدائ پاک شکر ګزارى به کوو، نورو خلقو له به حوصله افضائ ورکوو او هغوئ سره د مسيح تعليم شريک کوو. زموږ عمل به د سخاوت، مهربانۍ، مرستې او د مینې وى. د ښۀ کولو موقع لټوئ.
نوى خيال سره نوې خبرې.
بدل عمل.
خُدائ پاک سره او نورو سره مينه کوئ.
اوس مونږ د خُدائ پاک بچى يو او مونږ د آسمانى پلار د کورنۍ نه يو، هغه مونږ سره مينه کوى او زمونږ خيال ساتى او زمونږ ضرورتونه پوره کوى نو په دې وجه دې مونږ فکر و نۀ کړو. پلار زمونږ د ضرورتونو نه خبر دے او مونږ دې په هغۀ يقين ولرو او هغه دې د هر څۀ نه وړاندې کړو.
د خُدائ پاک کورنۍ.
خُدائ پاک ورکونکے.
خپل فکرونه هغۀ ته وسپارئ.
مونږ دې د خُدائ پاک په کورنۍ کښې د وروڼو او ښوېندو سره مينه کوو او دغه شان به خلق خبر شى چې مونږ د عيسىٰ مسيح مريدان يو. مونږ دې د نورو خدمت او مرسته وکړو، حوصله ورکړو، مشوره ورکړو، د هغوئ ملا اوتړو او د ټولو نه ضرورى دا چې هغوئ دپاره دُعا وغواړو او خپل ژوند هغوئ د پاره وقف کړو.
عيسىٰ مسيح تلو نه مخکې هغوئ سره وعده وکړه چې هغه به ايماندارو له د تل دپاره روحُ القدس ورکړى. روحُ القدس مشوره ورکونکے دے. هغه د حق روح دے چې مسيح يې مونږ سره وعده کړې وه چې په مونږ کښې به اوسيږى. مونږ له د روحُ القدس نه د معمورتيه حکم راکړے شوے دے.
کله چې روحُ القدس په مونږ نازل شى نو مونږ به د مسيح ګواهان جورېدو طاقت ومومو. څنګه چې اوبۀ په ډکېدو د سر نه بهيږى نو دغه شان دې د روحُ القدس نه هم ډک شو. هغه به مونږ ته حقيقت خائ او د روح مېوه به په مونږ کښې راښکاره شى.
قدرتى خوراک د بدن دپاره دے خو د خُدائ پاک کلام د روح خوراک دے. څنګه چې ماشوم ته د پيو ضرورت وى او هغه خوراک غواړى نو هم دغه شان روحانى ماشوم ته د روحانى خوراک ضرورت وى او هغه خوراک د خُدائ پاک کلام دے. د کلام لوستل او خوړل او څۀ چې دا وائى کۀ په دې عمل کوئ نو تاسو به په دې کښې وَده کوئ. روزانه داسې کولو سره به دا ستاسو عادت جوړ شى او تاسو به د دې نه مزا اخلئ.
عيسىٰ مسيح فرمائيلى وُو چې روحُ القدس به مونږ ته د هر څۀ ښودنه کوى. که مونږ دعا وکړو او د هغۀ نه وغواړو او په هغۀ باندې توکل وکړو نو هغه به مونږ ته د خُدائ پاک د کلام نه حقيقت څرګند کړى. څۀ چې مونږ لولو او د دې زمونږ په ژوند باندې څۀ عمل کېدے شى نو په دې باندې مونږ ته د فکر ضرورت دے. مونږ له په دې سوچ او فکر کول پکار دى چې د کلام لوستل او اورېدل څنګه زمونږ په ژوند باندې اثر کولے شى.
دُعا خُدائ پاک سره خبرې کول دى. څنګه چې يو ماشوم خپل پلار لا راځى او چې څۀ يې په زړۀ وى هغه ورسره شريکوى نو هم دغه شان د خُدائ پاک بچى هم د خپل آسمانى پلار نه غوښتلے شى. خُدائ پاک مونږ سره د خپل کلام په ذريعه، د نورو په ذريعه، د مختلف حلاتو او لارو په ذريه خبرې کوى. مونږ د لفظونو استعمال سره سره خپل ذهنونو او زړونو کښې مسلسل اورېدل او دعا کول زده کولے شو.
د غوښتلو دُعا آسان وى ځکه چې مونږ په خُدائ پاک باندې باور کوو، او هغه هغه چا له د "ښۀ څيزونو" ورکولو وعده کوى څوک چې د هغۀ نه غواړى او هغه په ډېره اندازه ورکوى. مونږ د هغۀ شُکر ګزارى او د هغۀ تعريف کولے شو ځکه چې هغه لوئ دے. د دُعا کولو بل قِسم د خُدائ پاک وړاندې د خپلو ګناهونو او بد کارونو اِقرار کول دى او د هغې معافى غوښتل دى.
اِبليس په حقيقت کښې شته او هغه نن هم په دې دُنيا کښې ژوندے دے او هغه د خُدائ پاک، د هغۀ د خلقو او د ټول بنى آدم نه نفرت کوى. عيسىٰ مسيح فرمائ چې اِبليس يو حلاکونکے او دروغژن دے، او هغه د غله، وژلو او تباهئ دپاره راځى. د اِبليس کوشش وى چې مونږ د ګناه په سختو آزمېښتونو کښې راګېر کړى لکه څنګه چې يې آدم او حوا او عيسىٰ مسيح راګېر کړى وُو. خو خُدائ پاک د دې نه د خلاصون وعده کوى او که چرې مونږ ګناه کوو نو هغه مونږ معاف کوى.
ځکه چې اِبليس دا کوشش کوى چې مونږ د خُدائ پاک نه جُدا کړى خو مونږ دې خپل ځانونه د خُدائ پاک تابع کړو او هغۀ نه د حفاضت دپاره خواست وکړو او هغۀ ته ورنزدې شو. مسيح په اِبليس فتح وموندله او په مونږ کښې د روحُ القدس په وسيله اوسيږى او د دشمن مقابله کښې زمونږ مرسته کوى. مونږ هغۀ له په خپل طاقت شکست نۀ شو ورکولے.
مونږ د يو انسانى فطرت سره پېدا شوى يو کوم چې خود غرضى او ګناه خوښوى. کله چې مونږ بيا پېدا کيږو نو مونږ مسيح او د هغۀ فطرت ترلاسه کوو او دغه شان زمونږ "زوړ فطرت" د "نوى فطرت" سره مقابله کوى. زوړ فطرت د خود غرضۍ خواهش کوى او نوے د مسيح تابعدارى کول غواړى.
I listened it.. It's good.. But I've confusion...