Discover
يوه نوې لار
يوه نوې لار
Author: Pashto Radio
Subscribed: 3Played: 12Subscribe
Share
Pashto Radio © 2022 - All Rights Reserved.
Description
عبدالله او زيارت ګُل د کتابِ مقدس په رڼا کښې د ژوند په حقله خبرې کوى. يو ايماندار دے او بل د حقيقت په لټون کښې دے. د پروګرامونو په دې سلسه کښې مونږ په دې څيزونو خبرې کوو: توبه، فخر کول، غلامى، عزت، مېلمستيا، پاکول او پرده او د کورنۍ مسلې چې پکښې د غړى جوړل شامل دى.
Two village friends talk together about issues of life in the light of the Holy Book. One is a believer, the other interested in finding the truth. In this conversational format, topics discussed include: repentance, boasting, slavery, honour, hospitality, cleansing and covering and family issues including adoption.
Two village friends talk together about issues of life in the light of the Holy Book. One is a believer, the other interested in finding the truth. In this conversational format, topics discussed include: repentance, boasting, slavery, honour, hospitality, cleansing and covering and family issues including adoption.
35 Episodes
Reverse
عبدالله او ورور به يې هر وخت جګره کوله نو عبدالله د زيارت ګُل نه مشوره اخلى. زيارت ګُل ورته ووئيل، "تۀ په ځان کښې بدلون راوله"، ځکه چې عيسې مسيح مختلف قسمه خلق غوره کړى دى چې ځينې په کښى د يو بل ډير خلاف وو. کله چې خلق عيسى مسيح پسې ځى، نو د هغوئ ژوند بدل شى، هغوئ توبه کوى، او يو بل سره مينه کول زده کوى.
عبدالله بيا د ملاقات دپاره راشى، او هغوئ په دې حقله خبرې کوى چې مريدان څنګه يو بل نه مختلف وُو، خو بيا هم هغوى توبه وکړله، او خپلې لارې يې پرېښودې، تر دې چې "ښو هم"، خپل زړونه يې بدل کړل. مونږ له پکار دى چې خپل ځان کښې بدلون راولو، خپله رويه بدله کړو، او نورو سره نفرت کول او په هغوئ الزامونه لګول پرېږدو.
عبدالله بيا راشى، او دا ځل د هغۀ ښځې خپلې ګاونډۍ سره جنګ کړے وى ځکه چې هغې ورسره حسد لرلو. حسد په مونږ کښې حرص پېدا کوى چې د نورو خلقو په شان شو د چا سره چې زمونږ نه ډير څۀ وى، يا زمونږ نه ښۀ وى. مونږ ته د يو نوى زړۀ ضرورت دے، او صرف مسيح په دې بدلون کښې زمونږ مدد کولے شى.
عبدالله خپل ملګرى زيارت ګُل له ملاقات د پاره لاړ شى، او ورته د دوايانو د دوکاندار په حقله شکايت کوى چې هغه داسې وائى لکه چې هغۀ ته د هر څۀ پته وى. ملګرے دا وئيل غواړى چې مونږ ټول د نورو خلقو په مسلو کښې خپلې مشورې ورکول خوښوو. مونږ داسې ظاهروو چې په ظاهر څومره ښۀ او هوښيار يو خو دا نۀ څرګندوو چې زړونه مو څنګه دى. ملګرے وائى چې هغه د مسيح په ښۀ لار باندې تلل خوښوى.
د دوايانو دوکاندار دا وښودل چې هغه هميشه غلط نۀ وو. زيارت ګُل وئيل، "کله چې مونږ په تکليف او خفګان کښې يو"، نو زمونږ اوښکې د کمزورئ نښه نۀ وى. مونږ کوشش کوو چې خپل احساسات پټ کړو، او دروغ وايو ځکه چې مونږ يريږو، او دا زمونږ د پاره يو دروند بوج وى. مسيح فرمائى، "ما له راشئ، زۀ به تاسو له آرام درکړم." نو مونږ له هم داسې راتلل پکار دى څنګه چې مونږ يو.
زيارت ګُل او عبدالله د آزادۍ په باره کښې خبرې کوى. هغوئ وائى مونږ ټول په خپله خوښه تلل غواړو. ډير په کښې د آزادۍ دپاره مغرب ته لاړل خو بيا هلته هم د پېسو په وجه مالى مشکلاتو کښې راګېر شول. مسيح فرمائى، "تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى."
که مونږ ښۀ يو نو مونږ ولې هغه کارونه کوو کوم چې غلط دى؟ او مونږ ولې هغه کارونه نۀ کوو کوم چې مونږ له کول پکار دى؟ عبدالله او زيارت ګُل بيا د آزادئ په حقله خبرې کوى او دا وائى چې د انسان د ګناه فطرت نه آزادېدل ولې دومره مشکل دى. دا داسې ده لکه چې مونږ د خپلو خواهشاتو غلامان يو، د هغه څيزونو غلامان يو کوم چې مونږ غواړو. د دې ګناه د غلامئ نه د آزادى حاصلولو دپاره مونږ ته د هغه کس ضرورت دے څوک چې د مخکښې نه د ګناه نه پاک وى او مونږ له آزادى راکولے شى. يوازې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د ګناه نه خلاصون حاصلولے شو.
د عبدالله کشر ورور د سبق دپاره ښار ته روان دے. زيارت ګُل وائى چې تعليم ښۀ وى خو دا د هر څۀ حل نۀ دے، مونږ ټول د ګناه په دلدل کښې ډوب يو. څنګه چې شيشه مونږ ته زمونږ حقيقت ښائى نو دغه شان عيسى مسيح ته کتل دا څرګندوى چې زمونږ زړوړنه څنګه دى، او بله چې هغه زمونږ زړونه د ګناهونو نه پاکوى.
عبدالله د يو کليوال سړى خبره کوى څوک چې د يو اهم کس کردار ادا کوى. زيارت ګُل خبره کوى چې څنګه هغۀ يو مالداره سړى له کلام مقدس ورکړو او کله چې هغۀ دا ولوستل چې، "يو غريب به د شهزاده سره کښېنى"، نو هغه خفه شو. هر څوک د عزت او احترام حقدار دى، خو د خدائ پاک په وړاندې مونږ ټول غريبانان يو. خو د حيرانتيا خبره ده، چې هغه مونږ ټولو سره مينه کوى.
زيارت ګُل د عبدالله دپاره د برکت دعا وکړى او هغۀ ته وائى چې د ټولو نه خوږ لفظ اورېدل "شاباش" دے، په ځائ د دې چې ټوقې او مسخره راپورې وشى. که چرې زمونږ ټول رازونه ښکاره شول نو مونږ به شرمنده شو، خو د مسيح په قبلولو سره مونږ د خدائ پاک بچى جوړېدلے شو، او هغه غواړى چې مونږ له د خپل ځان په شان عزت راکړى.
د عبدالله د کورنئ نه يو ځوان هلک د قبيلې دشمنانو وژلے وو. عبدالله او زيارت ګُل دا خبرې کوى چې د بدل يا د انتقام اخستلو به څنګه مخ نيوے کوى. د بدل اخستلو رسم و رواج ماتول مخالفت جوړولے شى او د خاندان نه د جدايئ سبب جوړېدلے شى. آيا مونږ د يرې غلامان يو او که د خدائ پاک بچى جوړيدے شو؟
عبدالله او زيارت ګُل د مېلمنو باره کښې خبرى کوى چې د مېلمنو راتګ يو برکت دے، نه چې يو رواج يا فرض. په روحانى طور مونږ ټول د هغه مسافرو په شان يو څوک چې تږى، وږى او ورک شوى وى، او د خوراک او پناه ورته ضرورت وى، او خدائ پاک چې لوئ کوربه دے، هغه مونږ له په خپله مېلمستيا کښې بلنه راکوى چې هغۀ سره وخورو وڅښو.
د ډيرو مېلمونو راتګ او د هغوئ غوښتنه پوره کول هم ستړے والے پېدا کوى. رواج نورو سره دشمنى هم پېدا کولے شى، نو ښۀ هرکلے د ښۀ روټئ نه غوره دے. په کلام مقدس کښې د يو کوربه مثال بيان شوے دے، چا چې مېلمانۀ رابللى وى خو هغوئ را نۀ شى، نو هغه نوکر وليږى چې نور خلق په مِنت سره راولى کۀ هغه هر څوک وى، کۀ خواران، شل ګوډ او ړاندۀ هم وى. خدائ پاک هغه کوربه دے.
د عبدالله رشته دار هغۀ کره يو څو ورځو دپاره راغلے وو، او بيا د هغه ځائ نه خپل کلى ته لاړو چې خپله زمکه واپس واخلى. نو هغۀ د خپل ورور د پټى نه د اوبو وله خپل پټى ته واړوله، او غټ جرم يې وکړو ځکه چې هغۀ د هغوئ رزق خوړلے وو او بيا يې د هغۀ د مېلمستيا سپکاوے وکړو. زيارت ګُل وائى چې مونږ ټولو د خدائ پاک برکتونو ته سپک کتلى دى، او خدائ پاک سره مو خيانت کړے دے.
زيارت ګُل د خفګان په باره کښې خبره کوى، هغه وائى چې مونږ ټولو خدائ پاک خفه کړے دے، خو کله چې مونږ د هغۀ دشمنان وو نو بيا هم هغۀ مونږ له د آسمان نه د ژوندون روټۍ راکړه. عبدالله ته دا احساس وشو چې د عيسى مسيح په قربانولو خدائ پاک زمونږ د پاره څومره لوئ کار وکړو نو بيا هغۀ د خدائ پاک نه معافى وغوښتله.
د عبدالله زوئ په يو واقعه کښې ملوث دے او عبدالله د دې ذمه وارى نۀ اخلى. زيارت ګُل د يو امپراطور زړه قيصه کوى چې هغۀ به په بزدلانه طريقه د خپلو ګناهونو سزا نورو له ورکوله. دا ښودنه کوى چې ذمه وارى زمونږ د ژوند يوه حصه ده، او مونږ به د خپلو کارونو او عملونو جواب ورکوو. مونږ ټولو ګناه کړې ده، خو عيسى مسيح زمونږ په ځائ مړ شو.
عبدالله او زيارت ګُل يو بل سره دعا سلام کوى، او بيا په دې خبرې کوى چې حقيقى احترام کول څومره ښۀ وى، خو د دروغو ادب او چاپلوسى هسې خبرې دى. مونږ هم خدائ پاک سره داسې کوو، لکه څنګه چې عيسى مسيح د دوو کسانو مثال بيان کړو چې دعا يې کوله.
زيارت ګُل د "ملا نصرالدین" يوه قيصه کوى کوم چې دا ښودنه کوى چې زمونږ لفظونه د حقيقت نه څومره مختلف دى. عبدالله او زيارت ګُل خبرې کوى چې لفظونه، حقيقت، زړونه، او خيالونه د پټو په شان دى، کله کله دا په غرونو تقسيم کړے شى، او ځينې وخت د ديوال په ذريعه تقسيم کړے شى. يواځې مسيح زمونږ د ټولو پټو او زړونو نه خبر دے، او مونږ پاکولے شى.
عبدالله او زيارت ګُل خبرې کوى چې مونږ ټول په يو بل تنقيد کوو او دا تنقيد لکه د هغه بيمارۍ په شان دے، چې په ټول کلى کښې خواره شوې وى او د ټولو سترګې ئې ناروغه کړې وى، خو هغوئ دا بيمارى نۀ ګڼى بلکه سوچ کوى چې ټول خلق همداسې دى. هغوئ ته مسله نۀ ښکارېده. يشعياه نبى سره د خدائ پاک رويا وه، او هغۀ ته دا احساس وشو چې خدائ پاک څومره مقدس وو او هغه پخپله څومره ګناه ګار وو.
عبدالله او زيارت ګُل يو ځل بيا د باطنى ړوندوالى په حقله خبرې کوى. زيارت ګُل د يو حاجى قيصه کوى چې يو مزار يې جوړ کړے وو او د هغې ليدلو له لاړو. هغه هلته سملاستو، او سوچ يې کولو چې هغه څومره بد سړے وو، خو په خدائ پاک يې الزام لګولو چې هغۀ داسې جوړ کړے دے. د هغۀ سر کاڼى سره ولګېدو او هلته مړ شو. مونږ دې دا ومنو چې مونږ هيڅ هم نۀ يو، دومره لوئ نه څومره چې مونږ ځان ګڼو.




