Discover
نا ویلې خبرې
21 Episodes
Reverse
دا اونۍ مو د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې د پښتنو ښځینه لیکوالو پر ستونزو او لاس ته راوړنو بحث لرو. موږ پر دې غږیدلي یو چې د پښتنو ښځینه لیکوالو پنځونې په ټولنه کې کې بدلون راوستلی شي او که نه؟ او دا هم چې د هغوی تخلیقاتو ته څه ډول عکس العمل ښودل کېږي؟ همدا رنګه دا موضوع هم څېړو چې ولې ځینې پښتنې لیکوالې په فرضي نومونو لیکل کوي او له دې یې موخه څه ده؟
په پاډکاسټ کې راسره لیکواله، شاعره او ناول نګاره وږمه سبا عامر مېلمنه ده.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل پر دې خبرې کړي دي چې د سورې دود د ښځو ژوند له کومو کړاوونو سره مخامخوي؟ پر دې مو هم خبرې کړي دي چې د بدو دښمنیو له وجې د ښځو ژوند څومره متاثره کېږي او د ښځو خوندیتوب لپاره جوړ شوي قوانین څومره عملي کېږي؟ په پاډکاسټ کې راسره وکیله او د ښځو د حقونو مبارزه نایاب توري او د خبریال افتاب مومند مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د مارچ پر اتمه د ښځو نړیوالې په مناسبت پر دې خبرې کړې دي چې پښتنې نجونه او ښځې د تعلیم، کار او صحت په برخو کې څومره حقونه لري او د هغوی د خوندیتوب لپاره جوړ شوي قوانین څومره عملي کېږي؟ په خپرونه کې په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت هم غږېدلي یو. په پاډکاست کې راسره لیکواله او د ښځو د حقونو مبارزه ایمان جمیل، خبریاله او پخوانۍ لوبغاړې جمایمه اپرېدۍ او افغانه خبریاله امینه اکبري مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ.
په "نا ویلې خبرې" خپرونه کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې د هلکانو په نسبت د نجونو د کم تعلیمي کچ لاملونه څه دي. د پاکستان حکومت وايي، په هغه هېواد کې تر ۲۶ مېلیونه زیات ماشومان ښوونځيو ته نه ځي چې زیات شمېر یې نجونه دي. دا په داسې حال کې ده چې ملګري ملتونه د جنورۍ پر ۲۴مه د تعلیم نړیواله ورځ لمانځي او پر حکومتونو یې غږ کړی دی چې تعلیم ته دې توجه زیاته کړي. په پاډکاسټ کې د تعلیمي چارو د سرکاري سلاکارانو ډلې غړی عمر اورکزی او په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د تعلیم لپاره کارکوونکې فعاله رضیه مسیده مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو دا ځل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې پر ښځو د تشدد پر لاملونو بحث کړی دی. له دې پرته به دا هم واورئ چې په هغه صوبه کې ښځې تر اوسه د تعلیم او کار په برخه کې پوره حقونه ولې نه لري؟ په خپرونه کې د ښځو د حقونو مبارزه بختوره کلیواله او صابره غلزۍ مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ او پاډکاسټ سبسکرایب کړئ.
په نا ویلې خبرې پاډکاسټ کې مو دا ځل پر دې بحث کړی دی چې په پښتني ټولنه کې خلک ټولنیزې شبکې څنګه کاروي او ټولنیزې شبکې پر ښځو څه اغېز لري. دا په داسې حال کې ده چې پوهان وايي چې پر ټولنیزو شبکو جعلي حسابونه، انځورونه او ویډیوګانې د ښځو رواني یا نفسیاتي صحت ګواښي. په خپرونه کې راسره د انټرنېټي ازادۍ مبارز فواد پیرزاده او د ښځو د حقونو مبارزه او د نفسیاتي چارو پوهه صبیحه اسرار مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
دا اونۍ د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر ښځو د تشدد په اړه خبرې شوې دي. ملګري ملتونه د نومبر ۲۵مه پر ښځو د تشدد مخنیوي د نړیوالې ورځ او بیا د نومبر له ۲۵مې څخه تر ډېسېمبر تر ۱۰مې پورې پر ښځو د تشدد پر وړاندې ۱۶ ورځنی کیمپېن ترسره کوي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې پر ښځو د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. په پاډکاسټ کې دا ځل راسره د بشري حقونو مبارزه نیلم رحیم او وکیله مهوش محب کاکاخېل مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلي خبرې" کې مو دا ځل پر ماشومانو د جنسي تشدد په اړه بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، پر ماشومانو د جنسي تېریو د پېښو مخه ولې نه نیول کېږي او په دې لړ کې د ماشومانو پوهاوی څومره اړین دی. په خپرونه کې د ماشومانو حقونو مبارز عمران ټکر، د نفسیاتي یا رواني چارو پوهه او د جنسي تشدد ښکار ماشومانو د روغتیايي مرکز غړې انیلا خان او د مشال راډیو خبریاله فرخنده اسد مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ نا ویلي خبرې کې مو دا ځل د سینې د سرطان پر علاماتو، درملنې او د ناروغۍ په اړه په ټولنه کې پر پوهاوي بحث کړی دی. پر دې هم غږېدلي یو چې په پاکستان، او په تېره په خیبر پښتونخوا کې، د سینې سرطان په اړه د پوهاوي غونډې کېږي او که نه؟ په خپرونه کې مو د پېښور په لېډي رېډنګ روغتون کې عمومي جراح ډاکتر عنایت الله، د سینې سرطان او نورو ناروغیو په اړه د اګهۍ لپاره د کارکوونکې ادارې هیومن کېیر یو چارواکی محمد سلمان، له سرطانه رغېدلې راني حسین او د مشال راډیو خبریاله خالده نیاز مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډيو په پاډکاسټ نا ویلې خبرې کې مو دا ځل پر دې خبرې کړې دي چې په خیبر پښتونخوا کې په سپورټي سیالیو کې د هلکانو په نسبت د نجونو شمېر ولې کم دی؟ پر دې هم غږېدلي یو چې پښتنې نجونه او ښځې د لوبو او ورزش لپاره څومره موقعې او مرکزونه لري. په خپرونه کې راسره فوټبالر عتیق شینواری او د پېښور یوه ورزشکاره سونیا مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې دا ځل پر دې موضوع بحث شوی دی چې اکثره پښتنې ښځې د سینې سرطان او دا ډول د ښځو ځینې نورې ناروغۍ ولې پټوي او د دې په ویلو کې ولې شرم محسوسوي؟ ډاکټران وايي چې د ناروغۍ په اړه پر وخت کورنۍ نه خبرولو او درملنې نه کېدو له امله زياتره ښځې له نورو روغتيايي ستونزو سره مخامخېږي. په پاډکاسټ کې پر دې موضوع د بحث لپاره د ښځو د ناروغیو په اړه د اګاهۍ په پروګرامونو کې برخه اخیستونکې او مدني فعاله لاریب اطهر، د بشري حقونو فعاله ډاکټره رابعه نور، د ښځو د ناروغیو ماهره ډاکټره شهلا مندوخېل او د پېښور اوسېدونکې راني حسېن مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ.
په پښتنو کې پلارګنۍ اکثر خپلې ودېدونکې لور ته د سرو زرو سینګارتوکي یا کالي جوړوي خو ډېری کورنۍ وايي چې د ګرانۍ له وجې دا کار ګران شوی دی. د بشري حقونو مبارزان وايي چې د دې دود له وجې د ځینو نجونو رشتې اغېزمنېږي او ودونه یې ځنډېږي. په نا ویلې خپرونه کې مو دا ځل پر همدې موضوع بحث کړی دی. په خپرونه کې د بشري او ښځو د حقونو مبارزانې نیلم رحیم او تاجمینه، خبریال جمیل مومند او د چارسدې اوسېدونکې مریم بي بي مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ.
په خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مبارزانې وايي چې هلته پر ښځو د تشدد پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي. دوی دا څرګندونه پر داسې مهال کړې ده چې د مارچ پر اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. موږ دا ځل نا ویلې خبرې پاډکاسټ همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی.
د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر دې بحث شوی دی چې پښتنو ښځو ته د ژوند په ټولو څانګو کې د کار کولو اجازه ولې نه ورکول کېږي. په پاکستان او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ادارې د ښځو د تعلیم او د هغوی د کار و روزګار په برخه کې د پوهاوې پروګرامونه کوي خو بیا هم زیاتره کورنۍ د ښځو لپاره د ښوونکې یا ډاکټرې دنده خوښوي خو په صحافت، غیرسرکاري ادارو، انجينېرۍ او دغسې یو شمېر نورو څانګو کې ورته د کار اجازه نه ورکوي. دا چې دا ډول بندېزونه تر اوسه ولې په پښتني ټولنه کې موجود دي. په خپرونه کې يې اورېدلای شئ.
د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه بحث شوی دی. د خیبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۱۹م کال کې په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه قانون منظور کړ خو د ښځو د حقونو مبارزه کوونکي وايي چې دا قانون په سمه توګه نه عملي کېږي.
د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو پر دې بحث کړی چې روژه د زغم میاشت ده خو ولې پر ښځو د تشدد پېښې مخې ته پکې راځي؟ د دې ترڅنګ دا به هم واورئ چې پر ښځو د کورني تشدد زیاتره پېښې ولې نه ثبتېږي او ښځې د خپلو حقونو په اړه څومره پوهاوی لري.
د مشال راډيو "ناویلې خبرې" پاډکاسټ مو دا ځل د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړی کړی دی چې نن (مارچ پر ۸مه) لمانځل کېږي. په دې کې به واورئ چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ دي او دوی ولې د زده کړو او روغتيا له اسانتیاوو څخه بې برخې دي.؟
د مشال راډیو په نا ویلې خبرې پاډاکاسټ کې مو دا ځل پر ناموسي وژنو بحث کړی دی. په خپرونه کې اورئ چې ایا د ناموس په نوم د ښځو وژنه د کورنۍ پت او عزت خوندي کوي او که څنګه؟ له دې پرته به دا واورئ چې په ټولنه کې د ناموسي وژنو مخه تر اوسه ولې نه ده نیول شوې؟ په خپرونه کې د بشري حقونو فعال عرفان حسین بابک، وکیله ثنا ګلزار، د ټولنیزو شبکو چارو پوه اسد جان او د ښځو د حقونو مبارزه نوشین فاطمه مېلمانه دي.
د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "ناویلې خبرې" کې دا ځل پر دې بحث شوی چې د هلک او نجلۍ ترمينځ د واده پر مهال دا تمه ولې ساتل کېږي چې له واده وروسته به د کور ټول کارونه نجلۍ کوي. د دې د واده پر مهال زيات جهېز يا ولور، صورت او د کورنۍ مالي حالت ته هم کتل کېږي. دا چې په پښتني ټولنه کې دا ډول فکرونه ولې موجود دي او د دې د نجلۍ او هلک پر ژوند څه اغېز وي؟ خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.
په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې هر کال پر ښځو د تشدد بېلابېلې پېښې په زیاتېدو دي او پکې د وژل شویو ښځو شمېر هم لوړېږي. دوی وايي، حکومت باید د حقونو او د ښځو د ساتنې قوانین عملي کړي. موږ د "نا ویلې خبرې" خپرونې دویم ټوک همدې موضوع ته ځانګړی کړی او پکې مو په کورني تشدد، د خوښې واده او نورو معاملو کې د ښځو وژنو ته کتنه کړې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.




