Discover
نوے اُميد
نوے اُميد
Author: Pashto Radio
Subscribed: 2Played: 41Subscribe
Share
© Pashto Radio - All Rights Reserved.
Description
د پروګرامونو يو داسې سلسله چې پکښې وړومبنى پينځلس منټونه د ژوند د کارونو، لکه د صحت په حقله تعليم، د ماشومانو د خيال ساتلو په حقله او نور دغه شان څيزونو په حقله خبرې شوى دى. او وړاندې پينځلس منټ ”د روح په حقله تعليم"، په کوم کښې چې مونږ د کتابِ مقدس نه د ښځو د اُميد په حقله تاسو سره شريک کړې دى.
"Women of Hope" is a magazine style discussion program where the first 15 minutes focuses on teaching life skills, including health matters, how to properly care for children and practical skills such as tailoring, etc. The second 15 minutes is called 'A lesson for the soul', where we present hope to women from the Holy Bible.
"Women of Hope" is a magazine style discussion program where the first 15 minutes focuses on teaching life skills, including health matters, how to properly care for children and practical skills such as tailoring, etc. The second 15 minutes is called 'A lesson for the soul', where we present hope to women from the Holy Bible.
162 Episodes
Reverse
کوم څيز ډير زيات اثر غورځوى؟ کوم چې زمونږ خُلې ته دننه ځى او که نه څۀ چې ترې راوځى؟ په دې پروګرام کښې په تاسو د دې په حقله خبرې اترې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د صحت مند خوراک په باره کښې يو څو خبرې اورئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې جګړمارې ښځې په باره کښې خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د متلونو د کتاب نه متلونه اورئ. په دې پروګرام کښې به يوه ښځه تاسو ته د خپلې ملګرې په باره کښې قيصه کوى.
آيا تاسو ته فيصله کول ګران وى؟ خاص طور باندې هغه وخت کله چې تاسو له سمدستى يوه فيصله کول وى. د سمدستى فيصلې يا په هغه وخت باندې د فيصلې کولو مطلب دے چې مونږ د خپل تربيت او د تېر شوى وخت تجربو په مطابق فيصله وکړو.
په دې پروګرام کښې به تاسو د مينځګړى په حقله خبرې اترې اورئ چې يو مينځګړے څنګه خپل کردار ادا کولے شى او د دو کسانو تر مينځه صُلح راوستے شى. او د دې نه علاوه به تاسو د دې په باره کښې هم زده کړه کوئ چې عيسىٰ مسيح زمونږ مينځګړے دے.
په دې پروګرام کښې به تاسو د سبزيانو په باره کښې او د کتابِ مقدس نه د حضرت يعقوب او عيسو قيصه هم اورئ. په تاسو کښې به هر يو کس خپلو بچو ته د سبزى خوړلو د پاره وئيلى وى ځکه چې دا زمونږ د صحت د پاره ډېر خاص دى.
لږ سوچ وکړئ، که تاسو ته معلومه شى چې تاسو سره صرف يوه موقع ده چې په آخرى ځل باندې يو خپل سره خبرې وکړئ، نو تاسو به ورته څۀ وايئ؟ آيا دا به ورته وايئ چې تاسو ورسره ډېره زياته مينه کوئ؟ يا تاسو به ورته څۀ نصيحت کوئ؟ تاسو چې هر څۀ ورته وايئ، نو دا به ډېر مهم وى.
ډېر خلق داسې وى چې هغوئ وودۀ کېدے نۀ شى او ټوله شپه به ويخ وى او مختلف آوازونه به يې تر غوږونو راځى او يا به د تيرې شوې ورځې په حقله سوچونه کوى. په دې پروګرام کښې به تاسو د خوب په باره کښې خبرې اورئ او اُميد لرو چې تاسو به ترينه ښۀ معلومات حاصل کړئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو د کتابِ مقدس نه د يوې ښځې قيصه اورئ د چا چې هيڅ اولاد نۀ وو او هغه ډېره خفه وه. دا قيصه د مايوسئ، خفګان، کينې او حسد په حقله ده.
آيا مشر يو صدر يا جرنيل دے؟ په دې پروګرام کښې تاسو سره د مشرانو په حقله خبرې شوى دى. تاسو به د دې په حقله خبرې اورئ چې يو کس څنګه ښۀ مشر جوړېدلے شى.
کېدے شى چې تاسو هم تر ډېرې مودې درد او ناجوړتيا تېرا کړې وى، که چرې داسې وى نو تاسو يواځې نۀ يئ بلکې نور هم ډېر خلق د داسې حالاتو نه تېر شوې دى او اوس هم تيريږى. ډېر خلق داسې شته چې هغوئ د جسمانى مسئلو په وجه په تکليف کښې دى. په دې پروګرام کښې به تاسو د درد په باره کښې او د دې د علاج په باره کښې ښې مشورې اورئ.
مونږ څنګه خپلو ماشومانو ته ليکل او لوستل ښودلے شو؟ په دې پروګرام کښې به تاسو ماشومانو ته د ليکلو او لوستلو په حقله او د عيسىٰ مسيح د يو ښۀ قيصه کوونکى په طور خبرې اترې اورئ.
زمونږ په ژوند کښې خامخا په مونږ ټولو باندې به يقيناً چې د سر درد راغلے وى. کله کله د سر درد وجه د دماغو رسولئ يا د فالج اټيک هم کېدے شى. تاسو د سر درد د پاره څۀ کولے شئ؟
د روت او نومى قيصه اورئ. دا يوه ډېره پخوانئ قيصه ده چې د دوو ښځو په باره کښې ده او دا قيصه د مينې په باره کښې او د قيمتى او خاص څيزونو بائيللو په باره کښې ده. په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ د وفادارئ په باره کښې خبرې اورئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو د غاښونو په حقله خبرې اورئ او د دې نه علاوه به تاسو د ګناه د اثر په باره کښې هم خبرې اورئ. خپل غاښونه په ښۀ طريقې سره د صفا کولو اهميت. په دې پروګرام کښې به تاسو د يو ډاکټر نه د غاښونو د خيال ساتلو په حقله ښې ښې مشورې واورئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو د ډېر خاص موضوع په باره کښې خبرې اترې اورئ او تاسو به دا متل ضرور اورېدلے وى چې څۀ کرې هغه به رېبې. دې نه علاوه به تاسو د حضرت يعقوب او يوسف په باره کښې هم خبرې اورئ.
په دې پروګرام کښې به تاسو د کورنۍ په حقله خبرې اورئ او دا به معلومه کړئ چې په مونږ باندې د دې څۀ اثر وى. کېدے شى دې سره مونږ ته خپل ځان ښۀ طريقې سره پېژندلو کښې مرسته ملاو شى او مونږ هم د خپلې کورنۍ په ميراث کښې يوه ښۀ حصه خپل راتلونکى نسل ته پرېږدو.
په دې پروګرام کښې يوه ښځه د خپل زوئ د مات شوى جهاز قيصه کوى او دا ښودنه هم کوى چې اکثر زمونږ په خپل ژوند کښې هم تعلق خراب شوے يا مات شوے وى. آيا داسې څۀ لار شته چې مونږ پرې دا خپلې ماتې شوې رشتې يا تعلق واپس سم کړو او که نه مونږ به داسې درد او تکليف سره ژوند تېروو؟
په دې پروګرام کښې به تاسو د ټى بى په حقله زده کړه کوئ او د يو ډاکټر نه به د دې په باره کښې د هغۀ د علم او تجربې په مطابق معلومات حاصلوئ. ټى بى د څۀ په وجه راځى او د دې څۀ علامات دى؟
په تېر شوى پروګرام کښې تاسو د يوې ښځې په باره کښې يوه قيصه اورېدلې وه چې شراب به يې څښل او دا د هغې يو عادت جوړ شوے وو. نو په دې پروګرام کښې به تاسو د هغې ښځې په باره کښې نورې خبرې هم واورئ چې د هغې دپاره کوم قدم اخستل ضرورى وُو.
په دې پروګرام کښې به تاسو د يوې ښځې قيصه اورئ چې شراب به يې څښل او دا د هغې د ژوند يوه عامه حصه جوړه شوې وه. کوم څيز چې مونږ ډېر زيات غواړو، د دې په باوجود که هغه مونږ له يا زمونږ کورنئ له نقصان هم راکوى نو مونږ د هغې عادى جوړيږو.




