پاکستان: نرښځي په ټولنه کې له تعصبونو او جبري شړلو سره مخ دي
Update: 2025-10-03
Description
د پاکستان په ټولنه کې له نرښځو سره ناوړه چلند کېږي، خو دا ستونزه هغه وخت نوره هم ډېره شي، چې کله یو کس د ایډز ناروغۍ ښکار شي. یو افغان نرښځی پيپسي خپل ژوند د همدې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ. پيپسي څو کاله وړاندې په دې ناروغۍ اخته شوی و، خو اصلي ستونزه هغه مهال ورپېښه شوه، چې د وینې د معایناتو پر وخت د هغه ملګرو ته څرګنده شوه چې دی په ایډز اخته دی. له دې وروسته یې ملګرو د پيپسي عکسونه په ټولنیزو رسنیو خپاره کړل او چارواکو هغوی په زور له بټ خیلې سیمې وشړل. نور مالومات په راپور کې واورئ.
Comments
In Channel